امریکايي ځواکونه وايی په کویت یې د ایران دیوه بل هوايی برید مخنیوی کړی دی

فارس خلیج کې دیوې امریکايی بیړۍ څخه د توغندي د توغولو شیبه ، دسنتکام لخوا خپور شوی تصویر

په منځني ختیځ کې دامریکايي ځواکونو قوماندانۍ ، سنتکام، وايي په کویت یې دایراني ډرونونو د یو بل برید مخنیوی کړی.

سنتکام په ایکسپاڼه ولیکل چې «دایران د تعرضي ډرونونو یوه بله څپه یې چې نیت یې درلوده په کویټ کې په امریکايي ځواکونو برید وکړي شنډه کړې. »

خبر زیاتوي چې د سنتکام دافع هوا ځواکونو څو ډرونونه په بشپړ بریالیتوب نسکور کړل او ډاډ یې ترلاسه کړې چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی.

ایران تردې مخکې هم د امریکا او اسرائیلو په وړاندې د ۳۹ ورځنۍ وروستۍ جګړې په ترځ په سیمه کې امریکايی اډو او ګټو باندې په کویت ، بحرین ، سعودي عربستان ، قطر او متحدو عربي اماراتو کې بریدونه کړي چې تر ټولو ډیر ایراني بریدونه په متحدو عربي اماراتو شوي دي.