ایران له متحده ایالاتو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې وړاندیز شوې هوکړې په اړه غور کوي، خو د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې تهران له واشنګټن سره اړیکه نه ده نیولې.
د رویترز د راپورله مخې د ایران د مهر خبري آژانس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې تهران د یوې لنډمهالې هوکړې د وروستي متن په اړه واشنګټن ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
همدارنګه نیمه رسمي خبري فارس هم د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د احتمالي هوکړې یا د تفاهم لیک په اړه پیغامونه څو ورځې وړاندې درېدلي دي او د تهران وروستی پیغام "روښانه پیغام" و چې د لبنان په اړه یې ورکړی و؛ ایران غواړي چې اسراییل یې د خپل متحد حزب الله پر وړاندې بریدونه ودروي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د یوې هوکړې په اړه خبرې روانې دي او تمه ده په راتلونکې اونۍ کې د دوی ترمنځ یوه هوکړه وشي. د نوموړي په خبره دغه هوکړه به نافذ شوی اوربند وغځوي او د هرمز تنګی به بیرته د کشتیو د تګ راتګ پرمخ پرانېزي.