حامد کرزی: "د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د پالیسیو نتیجه ده."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسؤلې کایا کالاس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د هغو پالیسیو نتیجه ده چې د ده په خبره د افراطیت ملاتړ یې کړی او د افغانستان پر ضد یې ترې کار اخیستی دی.

ښاغلي کرزي د سې ‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۲مه، په خپله ایکسپاڼه کې له میرمن کالاس وغوښتل چې د سیمې د روان بحران اصلي او بنسټیز عوامل د عیني واقعیتونو پر بنسټ په پام کې ونیسي؛ هغه عوامل چې د ده په وینا په افغانستان کې د ډیرو انساني تلفاتو او د عامه تاسیساتو د ویجاړېدو لامل شوي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلام‌آباد کې د پاکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبري غونډه کې، د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي وو چې پاکستان حق لري د نړیوالو قوانینو له مخې له ځان او خپلو خلکو څخه دفاع وکړي، خو په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو غوره حل لاره خبرې اترې دي، نه هوايي بریدونه.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ تاو تریخوالی د روان کال په فبرورۍ میاشت کې هله زیات شو چې دواړو لورو د ډیورند کرښې په اوږدو کې پراخو نښتو ته مخه کړه. که څه هم اوس لویې شخړې دریدلې خو بیاهم کله ناکله د کرښې په اوږدو کې د نښتو راپورونه ورکول کیږي.