ملګري ملتونه: په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي بیساري حد ته رسیدلې

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د را روانې غونډې په درشل کې د ملګروملتونو مرستندویه ادارې په دې هیواد کې د سخت بشري وضعیت ترڅنګ د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره د کافي بودیجې د نشتوالي خبرداری ورکوي. د دغو ادارو په خبره په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي بیساري حد ته رسیدلې ده.

دوه اولادونه مې په خوارځواکۍ اخته دي، ځکه موږ نه شو کولای هغوی ته پوره خواړه برابر کړو

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکې نوربي بي ده چې وایي، درې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي او هرکله چې روغتیایي مرکزونو ته یې ور وستي ورته ویل شوي چې تغذیوي مواد نه لري چې هغوی ته یې ورکړي. "دوه اولادونه مې په خوارځواکۍ اخته دي، ځکه موږ نه شو کولای هغوی ته پوره خواړه برابر کړو، دلته چې کلینک ته ځو، راته وايي اوس د سوی تغذیه ماشومانو لپآره هیڅ نشته، څو ورځې مخکې مې درې ساعته مزل وکړ، کلینک ته لاړم خو بیرته تش لاس کورته راستنه شوم، دا ډېر سخت حالت دی."

دا یوازې نوربي بي نده چې له دغسې حالت سره مخ ده بلکې په افغانستان کې په زرګونو داسې بې وسه کورنۍ شته چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي او دوی نشي کولای هغوی له خوارځواکۍ وژغوري.

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکې لیلما یې یوه بله بیلګه ده. هغه وایي پنځه کلن ځوی یې خوارځواکی دی. " ماشومان مو کالي غواړي، ډوډۍ غواړي خو موږ هیڅ نه لرو، ډېر بد وضعیت سره مخ یو، مجبوریت نور سوال کولو ته اړ کړي یو."

په افغانستان کې ښکیلې د ملګروملتونو په ګډون نړیوالې مرستندویه ادارې هم په دې هیواد کې د بشري ناوړه وضعیت ترڅنګ اړو کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې د کافي بودیچې د نشتوالي خبره کوي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې، اوچا د سې شنبې په ورځ د جون په دوهمه پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې روان ۲۰۲۶ کال په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو د تمویل لپاره ۱،۷۱ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري چې د می میاشتې ترپایه پوري یې یوازې ۱۶ سلنه یعنې ۲۶۹ ملیون ډالره ترلاسه کړې دي. دې ادارې ویلي چې له ملاتړپرته به له خطرسره مخ ملیونونه افغانان له مرستو څخه بې برخې شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې خوارځواکۍ یوه بیساري حد ته نژدې شوې، میندې او ماشومان له کلینیکونو تش لاس ځوابیږي ځکه هغوی خواړه نه لري چې وریې کړي

د خوړو نړیوال پروګرام WFPهم په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخیدو په اړه اندیښنه ښکاره کړې ده. دې پروګرام د سې شنبې په ورځ پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې خوارځواکۍ یوه بیساري حد ته نژدې شوې، میندې او ماشومان له کلینیکونو تش لاس ځوابیږي ځکه هغوی خواړه نه لري چې وریې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره داسې مهال چې یوازې اته سلنه بودیجه یې تمویل شوې، د بشري مرستو د اکمالاتو لارې هم د شخړو او د سرحدي نښتو له امله بندې شوې دي.

د ملګروملتونو مرستندویه ادارې په افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت او له اړو کسانو سره د مرستې لپاره د بودیجې د کموالي په اړه د خبرداریو لړۍ داسې مهال تیزه کړې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د جون په اتمه د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې د افغانستان روان وضعیت وڅیړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې مرستیاله او د یوناما سرپرسته جورجیت ګنیون د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه هم بحث وشي. دغه ماموریت د روانې جون میاشتې په اولسمه پای ته رسیږي.

د افغانستان وضعیت لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري ناورینونو څخه ګڼل کېږي. اټکل کېږي چې سږ کال به د دې هېواد نږدې نیمایي نفوس یعنې ۲۱،۹ میلیونه وګړي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. په داسې حال کې چې د ماشومانو خوارځواکۍ یوه بیساري حد ته نژدې شوې، ملیونونه کسان د خوړو له سخت او بیړني کمښت سره مخ دي.