د کوچنیانود حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټه د طالبانو لخوا "د زوجینو د تفریق اصولنامې" ځینې برخې له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه ګڼي.
د کمیټې د دوشنبې ورځې اعلامیې وویل چې دغه اصولنامه د کوچنیانو واده ته جواز ورکوي چې له نړیوالو قوانینو څرګنده او سیستماتیکه سرغړونه ګڼل کیږي.
کمیټه زیاتوي چې "دکوچنیانو ودول نه یواځې دا چې یو زیانمن کار دی بلکه له بشري حقوقو یوه اساسي سرغړونه هم ده. "
اعلامیه زیاتوي چې د کوچنیانو ودول په ځانګړې توګه نجونې د زور زیاتي ، استثمار، له وخته مخکې او اجباري امیدواري، له زده کړو محرومیت او بدني او رواني زیانونو سره مخ کوي.
د " زوجینو د تفریق اصولنامه" چې څو اونۍ مخکې د طالبانو د حکومت لخوا صادره شوه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. دنورو ترڅنګ افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما، ویلي چې دغه اصولنامه دافغان ښځو او نجونو حقوق کمزوري کوي او سیستماتیک تبعیض په قانون او عمل کې نور هم ټینګوي.