ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبې په لبنان کې د جګړې په اړه بېړنۍ غونډه وکړي. دا وروسته له هغې چې د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کې روان عملیات پراخ کړل او په سیمه کې یې د منځنۍ پیړۍ اړوند یوه تاریخي کلا ونیوله.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ډیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي چې دا غونډه د فرانسې په غوښتنه رابلل شوې او د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون ویلي چې "هیڅ شی د لبنان په جنوب کې روان ستر پوځي عملیات نشی توجیه کولای". نوموړي د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو ژمنه کړې چې په لبنان کې به نور هم وړاندې لاړ شي او د یکشنبې عملیات یې د حزب الله پر ضد په روان کمپاین کې "یو ډراماتیک بدلون" بللی دی.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې د درولو لپاره اوربند د اپرېل په ۱۷مه نافذ شوی و خو هېڅکله هم په بشپړه توګه نه دی عملي شوی. دواړه خواوې هره ورځ یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي او خپل بریدونه د مقابل لوري د ادعا شویو سرغړونو په پلمه توجیه کوي.