لغمان کې د خونړۍ ترافیکي پيښې د مړو شمېر لوړ شوی، د پیښې ټپيان څه وایي؟

ارشیف

د طالبانو حکومت ویلي، چې د کابل – جلال اباد پر لار وروستۍ ټرافیکي پېښه کې د مړو شویو کسانو شمیر ۲۰ ته لوړ شوی. دا پېښه چې پرون شنبه د (جوزا ۹مه) د لغمان په سرخکانو کې د یوه بار وړونکې موټرد اوښتلو له امله رامنځته شوې ده ۳۳ کسان په کې ټپان شوي هم دي.

په لغمان کې د وروستۍ خونړۍ ترافیکي پیښې یوشمېر ټپيان لا هم تر درملنې لاندې دي.

" یو دم موټر چپه شو، موږ تر لاندې شوو او هر څه پر موږ دپاسه شول، بیا په ځان پوه شوو اوس په روغتون کې یو، او ډېر شمېر شهیدان شوي دي."

دا د ګلا جان خبرې دي چې د کابل - جلال اباد لارې د تازه مرګونې ټرافیکي پېښې یو ټپي دی.

دا ټرافیکي پېښه شنبه د جوزا ۹مه د لغمان د سرخکانو په سیمه کې رامنځته شوه.

د طالبانو ترواک لاندې باختر دولتي اژانس لیکلي، چې په دې پېښه کې د لسو ماشومانو او پنځه میرمنو په ګډون د یوې کورنۍ ۲۰ غړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي، مخکې بیا د لغمان ولایت د والي ویاند عبالمالک نیازي رسنیو ته ویلي وو چې اتلس کسان په کې مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

ګلا جان بیا یکشنبه د جوزا لسمه ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل، ممکن موټر چلوونکی ویده شوی وي: "شاوخوا پنځه بجې د سهار وې، سرخکانو پل ته چې راورسېدو، دلته فکر کوم ډریور ویده شوی و، ځکه په سړک هیڅ داسې څه نه و، چې داسې پېښه دې رامنځته شي، موټر له پاڼ لاندې وغورځېده، موږ ترې لاندې شوو او هر څه زموږ له پاسه شول، نور په ځان پوه نه شوو."

که څه هم په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې یاده کورنۍ تازه له پاکستانه راستنه شوې او په کونړ کې له لنډمهاله استوګنې وروسته کابل ته تلل خو د قربانیانو د کورنۍ یوه بل ټپي شوي غړي ازادي راډيو ته وویل چې دوی د کونړ د شیګل اصلي اوسېدونکي دي چې ډېر مخکې د دې ولایت له خاص کونړ ولسوالۍ ته بې ځایه شوي وو او هر کال د اوړي په موسم کې له کونړه، د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ ته د کار په لټه تلل خو په خبره یې سږ کال دې مرګونې پېښې یې دنیا ور ورانه کړه.

د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړي نادر چې په پېښه کې ورته کوم زیان نه دی رسېدلی هم ازادي راډيو ته وویل:" موږ له دې ځایه بار شو کابل ته تللو، د لغمان سرخکانو ته چې ورسېدو، نه پوهیږم استاد ویده شو که بل څه خو موټر یو دم د سړک بل اړخ ته واوخت او بیا چپه شو، نور بیا موږ په ځان نه یو پوه شوي، شل کسان شهیدان شوي او د ټپیانو شمېر راته نه دی معلوم."

د خاص کونړ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي زرمحمد ازادي راډيو ته وویل چې دا ټول د یوې کورنۍ غړي، یو پلار، شپږ زامن، ښځې او ماشومان یې وو چې د بې وزلۍ له امله یې غوښتل کابل ته ولاړ شي." دا ټول وروڼه وو، دې ځایه نه یې د غریبۍ له امله غوښتل چې کابل ته ولاړ شي، ټول یو موټر کې وو، یو یې مشر ورور مړ دی، نور زامن، لمسي، کړوسي او وریندارانی مړې دي."

په کونړ کې یو ځايی خبریال ازادي راډیو ته ویلي، چې موټر چلوونکی هم ټپی دي.

اوس پوښتنه داده چې ولې په یو باروړونکي موټر کې تر ۵۳ کسانو سفر کاوه؟ او په دې اړه د افغانستان د ټرافیکو قانون څه وايي؟

د کونړ سیمه ییزو چارواکو په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د افغانستان د ټرافیکو قانون د شپږم فصل په ۳۶ماده کې راغلي دي" چې په عامه نقلیه واسطو کې له ټاکلي اندازې او د کیناستلو د چوکیو له ظرفیت نه زیات اشخاصو وړل راوړل منع دي خو ښاري موټر بیا له دې امر مستثنا دي."

افغانستان چې لسیزو جګړو ځپلی، خلک یې له قوانیو بې خبر او هم بې وزلي په کې ډیره ده، خلک یې تر ډېره دغه قوانین نه مراعتوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د کابل – جلال اباد په لار د وروستۍ ټرافیکي پېښې په اړه ژوره خواشینې ښودلې ده.

«یو این ایچ سي ار» په خپله ایکس پاڼه دا هم لیکلي، چې په دې سختو شرایطو کې د دوی فکر او زړه له زیانمنو کورنیو سره دی.

په افغانستان کې له کلونو جګړو وروسته، ترافیکي پېښې لا هم د مرګ ژوبلې له سترو لاملونو څخه ګڼل کېږي؛ هغه پېښې چې د چارواکو او خلکو په وینا، ډېری وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، چټک تګ او د ترافیکي اصولو د نه مراعت له امله رامنځته کېږي.

تازه د جوزا ۸مه د نورستان ولایت په مرکز پارون پورې اړوند د «ځنګل پوستې» سیمه کې د سیلانیانو یو موټر سیند ته ولوید، چې له امله یې ۴ کسان مړه او چلوونکی یې ټپی شوی دی.

دغه شان د غزني د امنیې قومندانۍ یکشنبه د جوزا ۱۰ مه په یو بیان کې ویلي له تېرو څو ورځو راهیسې په یاد ولایت کې ۳۴ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې درې کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د بلخ امنیې قومندانې اعلان کړې چې شنبه د جوزا ۹مه په دې ولایت کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپي شوي دي.

د طالبانو حکومت په روان ۱۴۰۵ کال کې د ټرافیکي پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېرو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې د ۱۳۰۴ کال له حمل تر جدي میاشتې پورې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲ زره کسان مړه شوي او لږ ترلږه ۷ سوه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم په دې اړه وخت په وخت عامه پوهای ورکړی شوی، خو پېښې یې نه دي راکمې کړي.