د اسراییل پوځ وایي، د لبنان په جنوب کې یې ځمکني عملیات پراخ کړي دي

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې یې خپل ځمکني عملیات نورو سیمو ته هم پراخ کړي او ځواکونه یې له لیتاني سیند څخه اوښتي دي. پوځ په یوه بیان کې وویل: د دغه هېواد "د پام وړ شمېر" ځمکني ځواکونو د "مخکینۍ دفاعي کرښې" د پراخولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړي او دا عملیات اوس ډېرو نورو سیمو ته غځېدلي دي.

دغه بیان دوه ورځې وروسته له هغې خپریږي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل چې د اسرائیل ځواکونه د لیتاني سیند څخه چې د اسرائیل او لبنان د ګډې پولې شاوخوا ۳۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري، تېر شوي دي.

په ورته وخت کې، د اسرائیل د دفاع وزیر ایسرائیل کاتز اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د لبنان په جنوب کې د شقیف په نوم څوکه چې د منځنۍ پېړۍ لرغونې ستراتیژیکه کلاده، نیولې او د هغې پر سر یې د اسرائیل بیرغ پورته کړی. هغه دغه سیمه "د الجلیل د ښارګوټو او د اسرائیلي ځواکونو د امنیت لپاره له مهمو ستراتیژیکو نقطو" څخه وبلله.

د اسرائیل او د ایران ملاتړې حزب ‌الله ترمنځ اوربند د اپرېل له ۱۷ په رسمي ډول نافذ شوی، خو په عمل کې نه دی مراعات شوی او دواړه لوري پر یو بل د سرغړونې تورونه لګوي.

د لبنان صدراعظم نواف سلام د شنبې په ورځ اسرائیل تورن کړ چې د لبنان په جنوب کې د "سوځول شوې ځمکې سیاست" عملي کوي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې له ۳ زرو ۳۷۱ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.