ټرمپ: له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې

نړۍ ددې په تمه ده چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ به له ایران سره د اوسني اوربند د غځولو لپاره د وړاندیز شوې هوکړې په اړه څه غبرګون وښيي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له خوا د هوايي بریدونو د بیا پیلولو ګواښونه دوام لري. د راپورونو له مخې، ټرمپ لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او د وړاندیز شویو شرایطو په اړه یې د لا سختو بدلونونو غوښتنه کړې ده. سپینې ماڼۍ د شنبې د ورځې ترناوخته پورې هیڅ رسمي څرګندونې ندي کړي. یوه ورځ مخکې د سپینې ماڼۍ په ځانګړې خونه کې ټرمپ له خپلو امنیتي سلاکارانو سره غونډه پای ته ورسوله. دا غونډه له تهران سره د یوې احتمالي هوکړې په اړه وه چې هدف یې د ۶۰ نورو ورځو لپاره د نازک اوربندغځول، د هرمزتنګې بیرته پرانیستل او د ایران پر بندرونو د امریکا د محاصرې پای ته رسول وو.

د دغې هوکړې مخې، پرنورو سختو او پېچلو مسئلو، لکه د ایران د یورانیمو د غني کولو حق او د هغه ټولیز اټومي پروګرام او همدارنګه پر تهران د بندیزونو د نرمولو د احتمال په اړه به په همدې ۶۰ ورځو کې خبرې اترې کیږي.

څو امریکایي رسنیو د شنبې په ورځ راپورورکړچې ولسمشرټرمپ د هوکړې په شرایطو کې د څو بدلونونه غوښته کړې چې ښې کار لاپاتې دی.

نیویارک ټایمز او اکسیسوس د هغو چارواکو په حواله چې له دغو خبرو اترو خبر دي، جلا جلا راپور ورکړی چې د ټرمپ غوښتنې د هوکړې د شرایطو لا سختولو اړوندې دي او دغه نوي جزئیات بېرته تهران ته د غور لپاره استول شوي دي.

له ایراني اړخه د دې هیواد د مذهبي مشر مجتبي خامنه یي یوه سلاکارمحسن رضایي پرولسمشرټرمپ تور پورې کړی چې هغه "د درېیم ځل لپاره له ډیپلوماسۍ سره خیانت کوي"؛ ځکه چې د ایران پر بندرونو لګېدلی سمندري بندیز یې لا هم نه دی ختم کړی او د خبرو اترو پر مهال یې هغه څه مطرح کړي چې نوموړي یې "له حده زیاتې غوښتنې" بللې دي.