پاکستان یو وار بیا له افغان خاورې نه د دې هیواد پر ضد د وسله والو ډلو د استفادې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دا موضوع یو وار بیا په داسې حال کې راپور کیږي چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا او امنیتي کړکیچ لا هم دوام لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اندېښنه د دغه هېواد د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د امریکا په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
په هغه اعلامیه کې چې جمعه د جوزا په ۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې په کې راغلي چې اسحاق ډار د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی څو د امنیتي ننګونو سره مقابله وشي.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې له د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدلي او دواړو خواوو هوکړه کړې چې د امریکا او پاکستان د امنیت او هوساینې لپاره به خپل رغنده مشارکت لا پیاوړی کړي.
پاکستان تور پورې کوي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان او پلوڅ ازادي غوښتونکي خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان د ناامنه کولو هڅې کوي، خو د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد جمعه د جوزا ۸مه د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې یو وار بیا ټینګار کړې چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.
نوموړي که څه هم د کوم هیواد نوم وانه خیست خو وې ویل ځینې لوري هڅه کوي چې افغانستان ناامنه وښيي او خپلې امنیتي ستونزې په نورو وتپي.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم تحریک طالبان پاکستان د هغه هیواد کورنۍ مسله بللې ده او ټینګار یې کړی چې طالبان د پاکستان د امنیت ساتلو مسولیت نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ظاهرا ترینګلي ښکاري
که څه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواو ترمنځ د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې نښتې له کوم ښکاره اوربند پرته کراره شوي خو د سیمې اوسېدونکي وايي لا هم ډېر شمېر بې ځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته بېرته نه دې ستنې شوي.
دوی وايي له یوې خوا د جګړې د بیا پیل ویره او له بله خوا د نښتو له امله د دوی د کورنو نړېدل هغه لاملونه دي چې لا هم په نورو سیمو کې ژوند کوي.
افکټ « د دغه نښتو له امله تر ډېره ولسي وګړو زیان ولید، د خلکو کاروبارونه ورسره خراب شول، د کرښې دواړو غاړو ته، خلک په کې ووژل شول»
ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمې اچین ولسوالۍ دا اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:
کرښې ته نږدې سیمې لا هم ناامنه دي، که څه هم نښتې نشته، خو ویره موجوده ده، د دغه نښتو له امله تر ډېره ولسي وګړو زیان ولید، د خلکو کاروبارونه ورسره خراب شول، د کرښې دواړو غاړو ته، خلک په کې ووژل شول، کورونه ړنګ شول، جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، روغتونونو زیان ولید او ډېر خلک له دې سیمو ووتلد اچین اوسیدونکی
دی زیاتوي:«خو اوس وضعیت نورمال دی، او زموږ غوښتنه داده چې باید دایمي او تل پاتې اوربند وشي، او کومې ستونزې چې رامنځته شوي دي هغه د خبرو له لارې حل شي.»
د ختیځ ولایت کونړ یو شمېر اوسېدونکې چې د دغه نښتو له امله بې ځایه شوي وايي ډېر شمېر خلک ځکه خپلو سیمو ته بېرته نه دي ستانه شوي چې له یوه خوا د نښتو د بیا پیل ویره موجوده ده او له بله خو د دوی کورونه ړنګ شوي او د سرپنا لپاره هیڅ نه لري.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلیدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:« د سرکاڼو ډېر خلک لا هم بې ځایه دی، دوی ډېر خلک له ویرې خپلو سیمو ته نه دي راستانه شوي، دغه راز د ډېرو خلکو کورونه نړېدلي دي، ویره لا هم شته چې بیا نښتې پیل نه شي، له حکومته غواړو چې موږ سره د کورونو په بیا جوړلو کې مرسته وکړي.»
دوی وايي په زیانمنو سیمو کې خلک هر ډول مرستو ته اړتیا لري.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا هم ویلي وو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
اوچا په یو راپور کې چې د جوزا ۳مه یې خپور کړی ویلي، د دغه نښتو له امله له ۱۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي، نږدې زر کورونه او دغه راز ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیستمونه زیانمن یا هم ویجاړ شوي دي.