هالنډ د افغان ښځو او نجونو لپاره د پناه غوښتنې پروسه اسانه کړې

یوه ډله افغان ښځې د کډوالۍ په یوه دفتر کې

هالنډ د افغان ښځو او نجونو په اړه خپله د پناه غوښتنې تګلاره بدله کړې او اعلان یې کړی چې افغان ښځې او نجونې به له دې وروسته په ډېرو مواردو کې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو وړ وبلل شي. د هالنډ د حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د نوي راپور له خپرېدو وروسته شوې ده.  په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

یو شمېر افغانې ښځې، نجونې او د ښځو د حقونو فعالانې د هالنډ د حکومت وروستۍ پرېکړه، چې له مخې یې د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې بهیر اسانیږي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو د ستونزمن وضعیت د رسمي پېژندنې په برخه کې یو مهم ګام بولي.

د هالنډ حکومت ویلي ،دا پرېکړه د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د نوي راپور پر بنسټ شوې ده؛ هغه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د حقوقي او ټولنیز وضعیت د لا خرابېدو څرګندونه کوي.

خو افغان میرمنې ټینګار کوي چې دا پرېکړه د افغانستان څخه د ښځو د وتلو لپاره د نوې او خوندي لارې د رامنځته کېدو معنا نه لري.

د دوی په وینا، ډېرې افغانې ښځې لا هم د سفري اسنادو د نشتوالي، د طالبانو له لوري له محرم پرته د سفر له محدودیتونو، د کډوالۍ د لوړو لګښتونو او د پناه غوښتنې د قانوني لارو د تړل کېدو له ستونزو سره مخ دي.

د کابل یوې اوسېدونکې چې د ښځو په کار د طالبانو د محدودیتونو له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړې، شنبه د جوزا په ۹ مه ازادي راډيو ته د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط وویل:

زه په خپله اوس مهال له ډېرو ستونزو سره مخ یم، ما څو اروپایي هېوادونو ته غوښتنلیکونه استولي، خو تر اوسه مې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی
د کابل یوه اوسیدونکې

هغه زیاتوي: «د هالنډ نوې پرېکړه لږ تر لږه دا ښيي چې هغوی زموږ د ښځو او نجونو له ستونزمن وضعیت او محدودیتونو خبر دي، خو په عملي ډول زموږ د ډېرو لپاره مرسته نه شي کولای، ځکه له افغانستانه د وتلو یا دغو هېوادونو ته د رسېدو لپاره هېڅ روښانه او خوندي لاره نه وړاندې کوي.»

د ښځو د حقونو فعالې پریسا مبارز هم ازادي راډیو ته وویل:

«موږ دا د قدر وړ بولو چې یو شمېر هیوادونو لا هم افغان ښځې نه دي هیرې کړي او خپله پاملرنه یې نه ده کمه کړې خو زه فکر نه کوم چې دا پرېکړه به عملي او مثبتې پایلې ولري، ځکه هغه کسان چې په افغانستان، ایران یا پاکستان کې دي، څنګه کولای شي ځان هالنډ ته ورسوي او هلته د استوګنې اجازه ترلاسه کړي؟ خو که هدف دا وي چې هغو بنسټونو ته ځانګړې ونډه ورکړل شي چې د افغان ښځو د انتقال په برخه کې کار کوي، نو ښايي ښه پایله ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې د هالنډ د پناه غوښتونکې او کډوالۍ وزارت د پناه په برخه کې د افغان ښځو او نجونو په اړه نوې تګلاره اعلان کړې ده.

د دې تګلارې له مخې، افغانې ښځې او نجونې چې په هالنډ کې د پناه غوښتنلیک وړاندې کوي، د افغانستان د ښځو د اوسني وضعیت له مخې به په ډېرو مواردو کې د هالنډ د کډوالۍ او تابعیت ادارې (IND) له خوا د استوګنې د اجازې مستحقې وپېژندل شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د مې میاشتې په ۲۸مه د هالنډ د حکومت په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې، ویل شوي چې دا پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت د نوي راپور له خپرېدو وروسته شوې ده.

د راپور له مخې په افغانستان کې د ښځو او نجونو امنیتي او بنسټیز حقوقي وضعیت لا خراب شوی دی.

په دغه راپور کې، چې د ۲۰۲۳ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې موده رانغاړي، ویل شوي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت ډېر خراب شوی دی.

راپور ټینګار کړی چې د طالبانو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون، د ښځو د تګ راتګ ازادي او د هغوی د ټولنیز او تعلیمي ژوند فرصتونه لا زیات محدود کړي دي.

د هالنډ حکومت دا هم ویلي چې د هرې دوسیې انفرادي ارزونه به لا هم دوام ولري.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو او د ښځو په کار بندیزونه ولګول شول او دغه راز ښځې په بېلابېلو برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې.

طالبانو په وار وار ویلي چې د ښځو حقوق د "اسلامي شریعت" له مخې تأمینوي، خو ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو تګلارې د ښځو پر ضد سیستماتیک تبعیض بللی دی.

په داسې حال کې چې د هالنډ حکومت د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې د بهیر د اسانه کولو پرېکړه کړې، اروپايي کمېسیون دتېرې میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی به بروکسل ته د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرو لپاره راوبولي، چې په ځانګړي ډول د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې په جرمونو کې ښکېل بلل شوي دي.

اروپايي کمېسیون دا غونډه "تخنیکي" بللې او ویلي یې دي چې ښايي د جون په میاشت کې ترسره شي، خو ټینګار یې کړی چې دا اقدام د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

اروپا ته د طالبانو د احتمالي سفر او بلنې په غبرګون کې، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون (FIDH) او ۸۲ افغان او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې، چې د غبرګولي په ۶مه خپور شو، له اروپايي ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره له هر ډول رسمي تعامل څخه ډډه وکړي، ځکه د دوی په باور دا کار د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت او عادي کېدو لامل کېدای شي.

په دې لیک کې همدارنګه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو د سرغړونو یادونه شوې او ویل شوي چې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه او د مدني فعالانو او خبریالانو ځورول لا هم دوام لري.