مارکو روبیو د منځني ختیځ د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د رول ستاینه کړې

د مې په ۲۹مه د روبیو او ډار لیدنه واشنګتن کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په واشنګتن کې لیدلي.

مارکو روبیو په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له ډار سره په لیدنه کې یې د منځني ختیځ د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د رول ستاینه کړې.

هغه زیاته کړې چې دواړو د امریکا او پاکستان د ښه امنیت او سوکالۍ لپاره د رغنده ملګرتیا په غښتلي کولو سلا وکړه.

اخوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې اسحاق ډار له مارکو روبیو سره په خبرو کې اندېښنه ښوولې چې وسله والې ډلې له افغان خاورې پر دوی بریدونه کوي.

په بیان کې زیاته شوې چې ډار د روانو امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد بیا پرون په مسکو کې د یوه نړیوال امنیتي کنفرانس په ترڅ کې ځینې لوري تورن کړل چې هڅه کوي افغانستان ناامنه وښيي او خپلې امنیتي ستونزې پرې وتپي.

طالبانو مخکې هم په وار وار رد کړې چې له افغان خاورې د پاکستان یا نورو هېوادونو پر ضد وسله والې ډلې فعالیت کوي.