زرګونه بې ځایه شویو کورنیو سږنی اختر په خیمو او تر شنه اسمان لاندې تیر کړ.
ځینې یې د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله بې ځایه شوي دي، خو یو شمیر یې بیا د مرګونو سیلابونو او زلزلو له امله هرڅه له لاسه ورکړي دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي یو اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله له خپل کوره وتلو ته اړ شوی، وايي په دې وروستیو کې خپلې سیمې ته راستون شوی، خو د کورنۍ پاتې غړي یې لاهم تر خیمو لاندې ژوند کوي.
دی وايي چې سږ کال اختر د تیرو کلونو په څیر له خوشحالیو سره مل نه دی، ځکه په خبره یې په وروستیو میاشتو کې جګړې او ناامنۍ خلک اندیښمن او بې کوره کړي دي:
دا اختر د تېرو اخترو په پرتله خاموشه دی او د خلکو تر منځ د خوښۍ احساس نشته، ځکه تقریباً له څلور میاشتو راپدېخوا جګړه روانه ده او خلک هره ورځ په دې فکر دي چې ښایي بیا جګړه پیل شي، بې ځایه شویو کورنیو اختر په هغه خیمو کې تېر کړ، کوم چې د سړکونو غاړو ته یې وهلې دي.د تورخم یو بېځایه شوی
د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د ډیورنډ کرښې په ځینو برخو کې شدیدې شوې وې، د مرګژوبلې او مالي زیانونو سربیره یې په ننګرهار، خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې زرګونه کورنۍ هم بې ځایه کړې دي.
که څه هم یو شمېر دغه کورنۍ د دوی په خبره د وضعیت له یو څه آرامېدو وروسته خپلو مېنو ته ستنې شوي، خو ډیری نورې چې اوس هم په خیمو، خلاصو سیمو یا لنډمهاله کمپونو کې ژوند کوي، له ستونزو سره مخ او لومړنیو اړتیاو ته یې لاسرسی محدود دی.
د ناامنۍ سربیره، طبیعي پیښو په ځانګړي ډول وروستیو سیلابونو هم د افغانستان په بیلابیلو برخو کې بشري ناورین ژور کړی او د اختر په لمانځلو یې سیوری غوړولی دی.
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان اوسیدونکی نورالله چې کور یې په سیلابونو کې ویجاړ شوی او په خبره یې، اوس پلخمري ښار کې په یوه خیمه کې ژوند کوي، وايي دوی سږ کال اختر داسې وخت تېروي چې لا مناسبه سرپناه نه لري:
«موږ له کور نه هېڅ هم پاتې نه دي، یوازې همدا ځمکه ترې پاتې ده، موږ پلخمري ښار کرکر سیمه کې یوه خیمه وهلې، هوا ګرمه ده او تر دې خیمې لاندې پنځه لویان او څلور ماشومان ژوند کوو.»
د طالبانو حکومت طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې په خبره، د سیلابونو نوې څپه چې سږ کال د حمل د میاشتې له شپږمې پیل شوې، سلګونه کسان یې مړه او ژوبل کړي، نږدې ۹ زره کورونه یې ویجاړ کړي او له ۱۸ زرو ډیرې کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.
د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې یو شمیر قربانیان دا هم وايي چې له پیښې د څو میاشتو په تیریدو سربېره، دوی لا هم کافي مرسته نه ده ترلاسه کړې او اختر په سختو شرایطو کې تیروي.
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او د دیوه ګل درې د زلزلې قرباني دلاور چې په یاده پیښه کې یې د خپلې کورنۍ ۱۲ غړي له لاسه ورکړي، وايي د سږ کال اختر ورته له کور او سرپناه پرته هیڅ معنی نه لري:
«د اختر خوند نه و، یوازې راغی او تېر شو، زموږ ژوند تر ترپال لاندې ژوند دی، د خدای رضا ته ناست یو، څه وکړو؟ یوازې همدا خیمه لرو، هغه هم باد او طوفان خرابه کړې، وسه نه لرو چې بیا کورونه جوړ کړو یا بل ځای ولاړ شو، په همدې خیمو کې پاتې یو او بله سرپناه هم نه لرو.»
د کونړ مرګونې زلزله چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې وشوه، سلګونه کسان مړه او ژوبل کړل او زرګونه کورونه یې هم ویجاړ کړل.
له هغه پېښې نږدې نهه میاشتې وروسته، یو شمېر زیانمنې کورنۍ لاهم په خیمو او لنډمهاله کورونو کې ژوند کوي، او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت لري.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې ډیری کورنۍ د اختر ورځې په لیدنو، کتنو او خوښۍ تیروي، خو د زرګونو بې ځایه شویو کورنیو لپاره سږ کال اختر د خپلو کورونو، عزیزانو او عادي ژوند د لاسه ورکولو له یادونو سره مل دی او د مرستې او سرپناه په تمه دي.