د افغانستان د شیعیانو یو روحاني مشر پرطالبانو نیوکه کوي او وايي چې: «د اسلامي امارت غوږونه کاڼه دي.»
ایتالله واعظزاده بهسودي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اختر د لمانځه په خطبه کې وويل چې په وروستيو کلونو کې پر شيعه ګانو مذهبي او ټولنيز فشارونه زيات شوي دي.
بهسودي زیاتوي چې د شيعه علماوو ۲۰۰ مخيز ليک د طالبانو مشر ته لېږل شوی، خو تر اوسه بېځوابه پاتې دی، او د طالبانو لوړپوړي چارواکي هم له دوی سره ليدنې ته نه حاضرېږي.
هغه زیاتوي: «ملاقاتونه نه ترسره کېږي او ليکونو ته هم ځواب نه ورکول کېږي.»
هغه وايي چې دا یې وروستۍ غوښتنه ده، څو مذهبي فشارونه پای ته ورسېږي او د نجونو او ښځو د زده کړو زمينه برابره شي.
دغه ديني عالم پر طالبانو نيوکه کې وویل چې د علماوو درناوی نه کیږي او ځينې علماء احضارېږي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته، په افغانستان کې د مذهبي ازاديو د محدوديتونو په اړه نيوکې زياتې شوې دي، او مذهبي اقليتونه، په ځانګړي ډول شيعه ګان، له لا زياتو فشارونو سره مخ دي.
طالبانو تر اوسه د ايتالله بهسودي د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.