د نازک اوربند او دیپلوماتیکو هلو ځلو په سیورې کې فارس خلیج کې دامریکا او ایران تازه بریدونه

هرمز تنګي ته نږدې د متحدو عربي اماراتو د شارجې سواحلو ته څیرمه سمندر کې تم شوې بیړۍ

ایران او متحده ایالاتو د نازک اوربند او د جګړې د پایته رسولو لپاره د دیپلوماتیکو هلوځلو په ترځ کې د فارس خلیج په سیمه کې یو ځل بیا تازه بریدونه ترسره کړل.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي چې د مې د ۲۸ په سهار یې کویټ کې د امریکا پر یوه هوايي اډه وروسته له هغې برید کړی چې امریکايي ځواکونو د ایران په جنوب کې د بندر عباس هوايي ډګر ته نږدې یو ځای په نښه کړ.

د پاسدارانو اعلامیه وايي چې د دوی غچ اخیستونکی برید د ځايي وخت له مخې د سهار په ۴:۵۰ بجو ترسره شو، او هغه اډه یې په نښه کړه چې د دوی په وینا د بندر عباس هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د هوايي برید سرچینه وه. اعلامیه زیاتوي چې امریکايي ځواکونو د “هوايي توغندیزو وسایلو” په کارولو برید کړی و.

پاسدارځواکونو دغه عملیات “یو جدي خبرداری” بللی او زیاته کړې یې ده چې که پر ایران نور بریدونه وشي نو ددوی غبرګون به “لا ډېر پرېکنده وي.”

تردې مخکې سیمه کې دامریکايي ځواکونو قوماندانۍ (سنتکام) ویلي وو چې ددوی قواوو هرمز تنګي ته نږدې څلور هغه ایراني ډرونونه وویشتل چې ګواښ یې جوړ کړی وو او مخکې لدې چې پنځم ډرون وولي بندرعباس ته نږدې یې د ډرنونو د توغولو یوه دستګاه هم په نښه کړه.

امريکايي ځواکونو وویل چې دغه اقدامات “ سنجول شوي، بشپړ دفاعي، او د اوربند د ساتلو لپاره ترسره شوي” دي.