بهرمیشتي افغانان څنګه اختر لمانځي؟

یو شمیر جلا وطنه افغانان وايي، نور نو خپلو کورنیو سره له ګډ اختر نماځلو پاتې دي او اختر مبارکۍ یې یوازې تر تیلفونې او انترنېټي اړیکو محدودې شوي دي.

فضل احمد انیس چې څلور کاله مخکې جرمني ته کډوال شوی وایي د هغو افغانانو لپاره چې له وطنه لیرې دي، اخترونه نور د پخوا په شان د کورنیو د غړو او عزیزانو ترڅنګ په خوښۍ راټولېدل نه دي؛ بلکې اختر مبارکۍ یوازې تر تیلفوني اړیکو محدودې شوې دي.

دوستانو، قریبانو سره، مور، پلار، خویندو ورڼو سره مونږ د تیلفون له لارې، کله کله هم په ویډیو کال کې یو بل وینو او اختر مبارکي ورکوو، زمونږ او د وطن د وخت یو څه فرق هم شته نو دوی بیچاره ګان بیا مونږ ته منتظر وي چې څو پورې د اختر لمونځونه کوو او مراسم پیلوو، نو بس دا د پردیسۍ اخترونه دي
محمد انیس

دی چې مخکې د کندهار په مرکز خو اوس د جرمنۍ د یو کوچني ښار په کلي کې اوسېږي، وړاندې یې ازادي راډیو ته وویل:

" دوستانو، قریبانو سره، مور، پلار، خویندو ورڼو سره مونږ د تیلفون له لارې، کله کله هم په ویډیو کال کې یو بل وینو او اختر مبارکي ورکوو، زمونږ او د وطن د وخت یو څه فرق هم شته نو دوی بیچاره ګان بیا مونږ ته منتظر وي چې څو پورې د اختر لمونځونه کوو او مراسم پیلوو، نو بس دا د پردیسۍ اخترونه دي."

په کاناډا کې میشه عزیزه هم ورته خبره کوي.

" اختر په خپل وطن کې ډیر خوند درلود، ځکه چې خپلو، خپلوانو کره به اختر مبارکۍ ته تللو، ټولو یو بل کره تګ، راتګ کاوه، اوس شپږ کال کېږي چې کاناډا کې یم، خپلې خور ته خپلو د تره لورګانو ته، خپلو خپلوانو ته زنګونه وهم، خو کله انترنیټ سم کار نه کوي، کله رخ کېږي کله نه رخ کېږي، مشکلات دي، بیا هم اختر دی نو تیرېږي. "

په افغانستان کې په اخترونو کې خلک یو د بل کورونو ته ځي او په ګډه سره دا جشن نمانځي، خو یو شمیر کورنۍ چې مساپر لري وايي، د هغوی ځایونو یې تر منځ تش دي او نه یې دي هیر کړي.

د فراه ولایت یوې اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادۍ راډیو ته وویل:

" که څه هم لوڼې، زامن او لمسیان مې راسره دي، خو یو زوی، یوه لور او یو لمسی مې مسافر دي. د هغوی تشه که په اختر کې وي او که په نورو ورځو کې، تل احساسوم. هیله لرم چې خدای مو ژر بیا لیدل نصیب کړي، څو د خوښۍ ورځې له خپلو مسافرو سره یوځای ولمانځو."

دا افغان کډوال وایي، که څه هم جغرافیایي واټنونو اړیکې نه دي پرې کړې، خو د کورنۍ ترڅنګ د حضور تشه ورته محسوسه ده.

په وروستیو کلونو کې سیاسي بدلونونه، اقتصادي ستونزې او ټولنیز شرایط لامل شول چې ګڼ شمېر افغانان خپل وطن پرېږدي او بېلابېلو نورو هېوادونو ته کډه شي؛ چې د دوی په خبره دې بیل والي او ویشل کېدو یې نه یوازې اخترونه بلکې عادي ژوند هم بې خونده کړی دی.