د ایران د ملي امنیت د عالي شورا یو چارواکی وایي چې امریکا باید د دې هیواد ټوله کنګل شوې شتمني آزاده کړي.
د دې شورا مرستیال علي باقري کني دا موضوع د "ایران د ولس قانوني حق" بللی او ویلي یې دي چې د ایران شتمنۍ باید "په بشپړ ډول او بې له کوم شرطه" بېرته دې هیواد ته ورکړل شي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي چې د دګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو کې د بندیزونو د کمولو یا تهران ته د پیسو د انتقال په اړه هېڅ بحث نه کېږي.
هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: "موږ هېڅ د بندیزونو د کمولو یا د پیسو د ورکولو خبرې نه کوو. موږ پر هغو پیسو کنټرول لرو چې هغوی یې خپلې ګڼي، او موږ به دغه کنټرول وساتو."
خو ټرمپ داهم وویل چې "هر کله چې هغوی (ایران) سم چلند وکړي او سم کار وکړي، موږ به هغوی ته اجازه ورکړو چې خپلو پیسو ته لاسرسی ومومي."