د ایران د بهرنیو چارو وزارت په هرمز تنګي کې د امریکا برید "له اوربند څخه سرغړونه" بللې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د پنجشنبې په سهار د هرمز تنګي په شاوخوا د امریکا برید" تجاوز" بللی او غندلی یې دی.

بقايي دغه برید "له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه" بللې او زیاته کړې یې ده: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا مکلفه ده چې له امریکایي متجاوزانو سره د حساب کولو په برخه کې خپل قانوني مسؤلیت پرځای کړي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې امریکا "په دوامداره توګه" د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپریل د نولسمې نافذ شوی اوربند "ترپښو" لاندې کړی.

هغه زیاته کړه چې "په فارس خلیج او آزادو اوبو کې پر سوداګریزو کشتیو بریدونه او همداراز په تېرو څو ورځو کې د ایران پر جنوبي سیمو هوايي بریدونه"، د دې لامل شوي چې "اسلامي جمهوریت د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره د ټولو لازم تدابیرو د نیولو هوډ" وکړي.

د پنجشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې نړیوالو خبري آژانسونو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) له قوله راپور ورکړ چې امریکایي ځواکونو "څلور ایراني ځانمرګي ډرونونه" چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې یې "ګواښ رامنځته کړی و"، نسکور کړي، او "په بندرعباس کې یې د ایران د ځمکنۍ کنټرول یوه اډه، چې د پنځم ډرون د توغولو په درشل کې وه، هدف ګرځولې ده."

سینټکام بیا ټینګار کړی چې دغه اقدامات "سنجول شوي، یوازې دفاعي او د اوربند د ساتلو په موخه" ترسره شوي دي. دا په تېرو درېیو ورځو کې دوهم ځل و چې امریکا په ایران کې اهداف په نښه کوي.