څو ساعته وروسته له هغې چې د امریکا یوه پوځي چارواکي هرمز تنګي ته نږدې د "ایران د ډرون عملیاتو" پر ضد د برید خبر ورکړ، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک اعلان وکړ چې دوی "د امریکا یوه هوايي اډه" په نښه کړې ده.
نړیوالو خبري اژانسونو د پنجشنبې په ورځ د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) له قوله راپور ورکړ چې امریکايي ځواکونو "څلور ایراني ځانمرګي ډرونونه" چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې یې "ګواښ رامنځته کړی و"، نسکور کړي دي.
سینټکام ویلي چې امریکايي ځواکونو همداراز "په بندرعباس کې د ایران د ځمکني کنټرول یوه اډه، چې د پنځم ډرون د توغولو په درشل کې وه، په نښه کړې ده."
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ټینګار کړی چې دغه اقدامات "سنجول شوي، یوازې دفاعي، او د اوربند د ساتلو په موخه" ترسره شوي دي.
دا په تېرو درېیو ورځو کې دوهم ځل دی چې امریکا په ایران کې اهداف په نښه کوي؛ واشنګټن وایي چې دغه بریدونه د ځان د دفاع په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
تر اوسه د دواړو لورو رسمي چارواکو هرمز تنګي ته نږدې د پنجشنبې د ورځې د نښتو په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.