د روغتیا نړیوال سازمان WHO په افغانستان کې د پولیو وایروس د یوې نوې مثبتې پېښې د ثبتیدو خبر ورکوي چې په دې هېواد کې د پولیو د دوامداره خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور ویلي چې دغه نوې پېښه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ثبت شوې او په ماشوم کې یې د ناروغۍ نښې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲مه څرګندې شوې وې.
د راپورله مخې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی.
همدارنګه ویل شوي چې روانه اوونۍ په افغانستان کې د پولیو وایروس د یوولس نویو مثبتو چاپېریالي پیښو راپور ورکړل شوی چې دا په بېلابېلو ولایتونو کې د وایروس د دوامداره ګرځېدو ښکارندویي کوي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د وحشي پولیو وایروس لېږد په بشپړه توګه ندی کنټرول شوی.
روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دوامداره بېځایه کېدل، په ځینو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د واکسینونو په اړه ناسم معلومات لا هم په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو هڅې له ستونزو سره مخ کوي.
پولیویا ګوزڼ ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.