د اروپایي ټولنې له خوا بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د وربلل کیدو په وړاندې د غبرګونونو په ترڅ کې د بشري حقونو نړیوال فدراسیون (FIDH) د افغان اود نړیوالو بشري حقونو له ۸۲ سازمانونو سره په یوه پرانیستي لیک کې په را روانه جون میاشت کې بروکسل ته د طالبانو د احتمالي رسمي پلاوي د سفر په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی له اروپایي ټولنې او غړو هېوادونو یې غوښتي چې له طالبانو سره له هر ډول رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
په دغه لیک کې چې دې بنسټ د چهارشنبې په ورځ د مې په ۲۷ په خپله ویبپاڼه کې خپورکړی، ټینګار شوی چې طالبان د افغانستان د خلکو استازي ندي ځکه حکومت یې کورنی مشروعیت نه لري او په بروکسل کې هر ډول رسمي لیدنه یا ناسته د دوی واکمنۍ ته د مشروعیت ورکولو او عادي کولو په توګه تعبیر کېدای شي. همداراز، یادونه شوې چې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په تور د جرمونو د نړیوالې محکمې د نیولو له حکمونو سره مخ دي او یوشمیر نور یې لا هم تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.
تردې مخکې د بشري حقونو یوشمیرنورو لورو هم بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د وربللو په وړاندې غبرګونونه ښکاره کړې و.
په دې اړه نور:
د م.م. د بشري حقونو کمېشنر د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اروپايي هیوادونو پر نویو قوانینو اندېښنه وښودهدا اندېښنې وروسته له هغې راپورته شوې چې اروپايي کمیسیون د ثورمیاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې بروکسل ته د طالبانو یوه پلاوي ته د ورتلو بلنه ورکوي چې افغانستان ته د دې ټولنې له غړیو هیوادونو د افغان کډوالو په تیره په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د بیرته استولو په اړه ورسره خبرې وکړي.
اروپایي کمیسیون تراوسه د دغې غونډې چې هغه یې تخنیکي غونډه بللې دقیقه نیټه نده اعلان کړې خو ویل شوي چې ښایي په راتلونکې جون میاشت کې ترسره شي. دې کمیسیون ویلي چې دا په دې مانا نده چې دوی طالبانو ته مشروعیت ورکوي. تردې مخکې د اروپايي ټولنې یوه پلاوي د جنورۍ په میاشت کې کابل ته په سفرکې له طالبانو سره د دې موضوع په اړه خبرې کړې وې.
په عین حال کې د بشري حقونو یوشمیرمدافعان له طالبانو سره هرډول رسمي اړیکي هغوی ته د مشروعیت ورکولو په مانا بولي او وایي نړیواله ټولنه باید د طالبانو له خوا په تیره پرښځو لګول شویو محدودیتونوته پام له هغوی سره له هرډول تعامل ډډه وکړي. د ښځو د حقونو فعاله سارا رحماني چې وایي د راتلونکې شنبې په ورځ په برلین کې د طالبانو ضد یوه لاریون تنظمیونکې ده ازادي راډیو ته وویل چې هڅې کوي چې د افغان ښځو غږ نړیوالو ته ورسوي.
نه غواړو چې هیڅ یو هیواد طالبان په رسمیت وپیژني
(که موږ غږ اوچتوو، نه غواړو چې هیڅ یو هیواد طالبان په رسمیت وپیژني اوموږ په کلکه دریږو. ښایي په ټوله اروپاکې وګرځو او دغه اعتراض ټولې نړۍ ته ورسوو چې د افغانستان د ښځو غږ نشی غلۍ کیدای.)
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون په پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو د جدي سرغړونو یادونه شوې او ویل شوي چې ښځې او نجونې له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه نږدې بشپړ محرومې شوې، خپلسري نیونې، شکنجه، جبري ورکېدنې او د فعالانو او خبریالانو ځورول دوام لري.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغه پرانیستي لیک په اړه د طالبانو نظر ولري، خو په دې کاربریالۍ نشوه.
د دغه لیک ګډونوال سازمانونه له اروپایي ټولنې غواړي چې له طالبانو سره له سیاسي تعامل څخه ډډه وکړي، د حساب ورکونې نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي، د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي او د افغانستان د مدني ټولنې، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو مدافعانو نظرونه د افغانستان اړوند د اروپایي پالیسۍ په جوړولو کې شامل کړي.