اروپا ته د طالبانو د پلاوي د احتمالي سفر په وړاندې د بشري حقونو د نړیوال فدراسیون مخالفت

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون (FIDH) د افغان اود نړیوالو بشري حقونو له څه باندې اتیا سازمانونو سره په یوه پرانیستي لیک کې بروکسل ته د طالبانو د احتمالي سفر په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړي.

دې فدراسیون د چهارشنبې په ورځ (۶ د جوزا) په یوه پرانیستي لیک کې ویلي: "موږ، د ملي او نړیوالې مدني ټولنې سازمانونه او د بشري حقونو مدافعان، د هغو راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو چې وایي د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې به د طالبانو استازي بروکسل ته رسمي سفر وکړي."

په لیک کې ویل شوي چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي، ځکه چې دوی له کورني دیموکراتیک مشروعیت څخه بې برخې دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د ثور په میاشت کې د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د طالبانو حکومتي چارواکي به په راتلونکو اوونیو کې بروکسل ته سفر وکړي، څو له اروپايي ټولنې سره د ځینو افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.