د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د طالبانو د حکومت له خوا د "د زوجینو د بېلتون اصول نامې" په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې ادارې اجراییه رییسې کاترین رسل د چهارشنبې په ورځ د جوزا په ۶ په ایکسپاڼه کې ولیکل: "هر هغه قانون که داسې مواد ولري چې ښیي د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکوي یا د نجلۍ چوپتیا د رضایت په توګه تفسیر کوي، د منلو وړ نه دی."
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي هم د " زوجینو د جلا کیدو اصول نامې" د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
هغه د سه شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا اصول نامه د طالبانو له خوا یو بل "ظالمانه اقدام" دی.
ښاغلي لینډسي زیاته کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې په ټول ژوند کې د برابرۍ مستحقې دي.
د " زوجینو د بېلتون اصول نامه" د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده له خوا له توشیح وروسته د ثور په ۲۴مه په رسمي جریده کې خپره شوه.
تر دې مخکې له سلو څخه زیاتو ډلو او سازمانونو، چې ډېری یې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو مدافعان دي، د دې اصول نامې د سمدستي او بې قید و شرط لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. دغه لارښود په ځینو مواردو کې د ماشومانو نکاح "سمه" ګڼي.