سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم د مسودې په اړه د ایران د دولتي رسنۍ (صدا وسیما) راپور "کاملاً نادرست" دی او "سم نه دی."
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، د ایران دولتي ټلویزیون د سپینې ماڼۍ له اعلامیې څوساعته مخکې راپورورکړی و چې
د امریکا او ایران ترمنځ د یوه توافق په مسوده کې د ایران د سمندري محاصرې د پای ته رسولو، په هرمز تنګي کې د ازاد تګ راتګ د بیرته اعاده کیدو او د فارس خلیج له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ژمنې شاملې دي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي: " د ایران د دولت تر کنټرول لاندې رسنیو دا راپور حقیقت نه لري او هغه تفاهم لیک چې دوی خپور کړی کاملاً ساختګي دی. هېڅوک باید پرهغه څه چې د ایران دولتي رسنۍ یې خپروي باورونکړي. واقعیتونه مهم دي."
د ایران د دولتي رسنۍ په راپورکې ادعا شوې چې امریکا ژمنه کړې چې د ایران سمندري محاصره به پای ته رسوي او په بدل کې یې ایران ژمنه کړې چې د یوې میاشتې په موده کې به د تجارتي کشتیو تګ راتګ تر جګړې مخکې کچې ته بېرته رسوي.
د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې له ایران سره احتمالي توافق به یا "ډېر عالي او معنادار" وي او یا به هېڅ ډول توافق نه وي.
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې په وروستیو ورځو کې د پاکستان او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب نوي پړاو ته داخلې شوې او تمې زیاتې شوې چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره یو توافق رامنځته شي.