د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګه: د طالبانو د زوجینو اصولنامه د ماشومو نجونو ودونه عادي کوي

یوه یوولس کلنه نجلۍ د خپل بوډا کوژدن ترڅنګ - عکس کلونه مخکې یونیسف په غور کې اخیستی

د «زوجینو د جلا کېدو د اصول نامې» په نوم د طالبانو د حکومت د نوي فرمان په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې دغه فرمان د افغان ښځو او نجونو حقونه او خوندیتوب لا کمزوری کوي او کولی شي په افغانستان کې د ماشومو نجونو ودونه عادي کړي.

زموږ په شاوخوا کې ډېرې کم عمره نجونې واده شوې دي، ځینې یې ان نه پوهېدې چې واده څه شی دی، ډیرې دغه نجونو اړ شوي چې ښوونځي پرېږدي او ژوند یې بشپړ بدل شي
د بغلان اوسیدنکې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزن فرګوسن په یوه اعلامیه چې د غبرګولي یا جوزا په ۵مه خپره شوې ویلي، د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري خپور شوی ۱۸م فرمان له هغو قوانینو سره واټن ښيي چې د دوی تر واکمنېدو مخکې نافذ وو؛ هغه چې د دې ادارې په وینا پکې د نجونو د ودونو لپاره حد اقل عمر ټاکل شوی او د ماشومو نجونو ودونه په کې جرم ګڼل کېدل.

د اعلامیې له مخې، په دې فرمان کې حد اقل د واده عمر نه دی مشخص او د بیلېدو یواځینۍ لار بلوغ ته د ماشوم رسېدل یاد شوي، هغه موضوع چې د اغلې فرګوسن په باور کولای شي د ماشومو نجونو ودونو ته مشروعیت ورکړي او دا چاره عادي کړي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان ښځې او نجونې وايي داسې مهال چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې لا له وړاندې د ماشومو نجونو ودونه دوام لري، دا فرمان به د کم عمره نجونو وضعیت لا پسې سخت کړي.

د بغلان یوې اوسېدونکې نجلې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل د فقر، اقتصادي ستونزو او د زده کړو د فرصتونو د نشتوالي له امله ډېرې کورنۍ خپلې کم عمره لوڼې واده ته اړ باسي او په باور یې د ماشومو نجونو د ودونو د مخنیوي لپاره د څرګندو قوانینو نشتوالي د ښځو او نجونو اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

په دې اړه نور:

د طالبانو نوی اصولنامه؛ د ماشومو نجونو د حقونو او راتلونکې په اړه جدي اندېښنې

هغې وویل: "زموږ په شاوخوا کې ډېرې کم عمره نجونې واده شوې دي، ځینې یې ان نه پوهېدې چې واده څه شی دی، ډیرې دغه نجونو اړ شوي چې ښوونځي پرېږدي او ژوند یې بشپړ بدل شي، اوس ویره دا موجوده ده چې د وروستیو فرمانونو او د ماشومو نجونو د ودونو د منع کولو د قانون د نشتوالي له امله به دا ستونزې لا ډېرې شي او نجونې به ورځ تر بلې لا ډېرې قرباني کیږي."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په اعلامیه کې بله اندېښنه دا ده چې له مېړه څخه د ښځې د جلا کېدو بهیر لا سخت شوی دی.

هغه ښځې چې له زرګونو ستونزو، تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ وي، باید څو شاهدان راولي او ثابته کړي چې رښتیا هم له تاوتریخوالي سره مخ ده، دا موضوع د دې لامل ګرځي چې ښځې ونه شي کولی په اسانۍ عدالت ته لاسرسی ومومي
افغانې ښځې

په اعلامیه کې د سوزن فرګوسن له قوله راغلي چې، ښځې د نارینه وو په پرتله له لا پېچلو حقوقي خنډونو سره مخ دي او له خاونده د بېلېدو د غوښتنې د ملاتړ لپاره د څو شاهدانو شهادت ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د اعلامیې له مخې، په ځینو مواردو کې مېړه کولی شي یوازې په یوه څرګندونه یا نه رضایت سره د خپلې مېرمنې د جلا کېدو غوښتنه رد کړي.

سوزن فرګوسن زیاته کړې چې دا موضوع د قانون پر وړاندې د ښځو او نارینه وو نابرابري ښيي.

یو شمېر افغان ښځې هم وایي چې ښځې په وروستیو کلونو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او دا فرمان د ښځو د راتلونکې او د حقوقي ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنې لا زیاتوي.

یوې افغانې ښځې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"د ښځې لپاره له خاونده جلا کېدل یا د تفریق غوښتنه پخوا هم زموږ په دودیزه ټولنه کې ډېره سخته وه، خو د طالبانو د دې قانون له راتګ سره دا موضوع لا سخته شوې ده، هغه ښځې چې له زرګونو ستونزو، تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ وي، باید څو شاهدان راولي او ثابته کړي چې رښتیا هم له تاوتریخوالي سره مخ ده، دا موضوع د دې لامل ګرځي چې ښځې ونه شي کولی په اسانۍ عدالت ته لاسرسی ومومي."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دې فرمان په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې افغان ښځې او نجونې حق لري له تاوتریخوالي او تبعیض پرته ژوند وکړي.

د دې ادارې په وینا، هغوی د عزت، خوندیتوب، د تګ راتګ د ازادۍ او په عامه ژوند کې د ګډون مستحقې دي او حقوقي چوکاټونه باید د قانون پر وړاندې دوی ته برابر حقونه ورکړي.

خو د بشري حقونو فعالان وایي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د بشري حقونو یوې فعالې نجیبې سنجر ازادي راډیو ته وویل:

"نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ادارې باید یوازې د اندېښنې په څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې پر طالبانو د سیاسي فشار، د نجونو د زده کړو د ملاتړ او له زیانمنو کورنیو سره د مرستو له لارې باید بېړني اقدامات وکړي."

د طالبانو حکومت د « د ذوجینو د جلا کېدو اصول نامه » د ملا هبت الله اخوندزاده له توشیح وروسته د ثور په ۲۴مه خپره کړه.

دغه اصولانامه چې یوه مقدمه، دوه بابونه، ۱۲ فصلونه او ۳۱ مادې لري په پنځمه ماده کې یې راغلي چې په ځینو مواردو کې د هلک او نجلۍ نکاح په ماشومتوب کې هم صحیح ګڼل کېږي او دواړه له بلوغ وروسته کولای شي د خپلې خوښې په صورت کې نکاح فسخه کړي.

دغه اصولنامې پراخ غبرګونونه هم راپارولي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو نیوکو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول انتقادونه نوي نه دي او باید ډېر اهمیت ورنه کړل شي.

د بشري حقونو بېلابېلو ادارو، د ښځو د حقونو فعالانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما هم د دې فرمان په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو د حکومت «د زوجینو د جلاکېدو اصولنامه» د افغان ښځو او نجونو حقونه کمزوري کوي او د ښځو پر ضد سیستماتیک تبعیض په قانون او عمل کې لا ټینګوي.