د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړچې له ایران سره د توافق ترلاسه کول ښايي «څو ورځې» وخت ونیسي.
هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن به پر «نورو لارو» له غور مخکې ډیپلوماسۍ ته بشپړ فرصت ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه وویل: «د توافق په اړه یو ډېر قوي تفاهم او د یوې لومړنۍ مسودې طرحه موجوده ده. لکه څنګه چې په دغسې مواردو کې مخې ته راځي، د یوې کلمې یا یوې جملې په اړه د ځینو اختلافاتو حل کېدل ښايي څو ورځې وخت ونیسي تر څو یوې موافقې ته ورسېږو. نو باید د دغو اختلافاتو د حل لپاره هڅه وشي. دې ته په پام یا به یو ښه توافق وشي او یا به هېڅ توافق نه وي.»
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، په وروستیو ورځو کې په سیمه کې ډیپلوماتیکې هلې ځلې او خبرې اترې تیزې شوې دي.
د دغو مذاکراتو هدف دا دی چې ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولولپاره یوه توافق ته ورسېږي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړي.
ښاغلي روبیو دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) له خوا د ایران په جنوب کې پرځینوهدفونو د بریدونو خبر خپور شو.
هغه د دغو بریدونو په اړه وویل چې د هرمز تنګې باید «په هرډول چې وي» پرانیستې پاتې شي.
سنټکام اعلان کړی چې د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ د ایران په جنوب کې پر هغو اهدافو بریدونه کړي چې پکې «هغه کشتۍ چې د ماین ایښودلو هڅه یې کوله او همدارنګه د توغندیو د توغولو ځایونه» شامل وو.
د سنټکام په بیان کې دا بریدونه «دفاعي اقدام» بلل شوي او ویل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند روان دی.
سنټکام ویلي چې دا بریدونه «د ایراني ځواکونو له ګواښونو» د امریکایي ځواکونو د ساتنې لپاره ترسره شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د سنټکام ویاند ټیم هاوکینز وویل: «د امریکا مرکزي قومانداني سره له دې چې د روان اوربند پر مهال له زغمه کاراخلي، د خپلو ځواکونو دفاع هم کوي."
د فارس خلیج د ساحلي سیمو یو شمېر اوسېدونکو، په ځانګړي ډول په بندرعباس، سیریک او جاسک ښارونو کې، د سه شنبې په سهار د څو چاودنو او د هوايي مدافعې د سیسټم د فعالیت خبر ورکړی.
ایراني رسنیو هم د سه شنبې په سهار راپور ورکړی چې «امریکایي جنګي الوتکو د لارک ټاپو په جنوبي برخه کې څو ایراني کشتۍ په نښه کړې» او لږ تر لږه د درې کسانو د وژل کېدو خبر یې ورکړی.
د فاکس نیوز خبریالې جینیفر ګریفین د یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې «د ایران د سپاه پاسداران انقلاب هغه دوه کشتۍ چې په هرمز تنګې کې د ماین ایښودلو په حال کې وې، پېژندل شوې او دواړه له منځه وړل شوې دي.»
په تهران کې د تابناک خبري ویب پاڼې هم راپور ورکړی چې «د سپاه دوه چټکې کشتۍ د هوايي برید هدف ګرځېدلي او په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي دي.»
په همدې حال کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ادعا کړې چې یوه امریکایي بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې او پر څو نورو امریکایي بې پیلوټه الوتکو یې چې د هېواد هوايي حریم ته ننوتلې وې، ډزې کړې دي.