مسکو د کیف پروړاندې ګواښونه زیات کړي او خبرداری یې ورکړی چې "منظم او پرله پسې بریدونه" به ترسره کړي. په همدې حال کې د روسیې لوړپوړي ډیپلومات له امریکایي اتباعو وغوښتل چې د اوکراین له پلازمېنې ووځي.
یوه ورځ وروسته له هغې چې مسکو د کیف پر سیمې په سلګونو ډرونونو او د نویو ځواکمنوهایپرسونیک توغندیو بریدونه وکړل، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د دوشنبې په ورځ د مې په ۲۵مه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرمارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته سپارښتنه وکړه چې امریکایي ډیپلوماتیک کارکوونکي او امریکایي وګړي له کیف څخه وباسي.
روسیې د خپلو زیاتېدونکو ګواښونو د توجیه لپاره ویلي چې دا اقدام د تېرې اوونۍ د هغې حملې په وړاندې غبرګون دی چې د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین د لوهانسک سیمې د یوه ښوونځي پرلیلیه شوې وه. ځايي چارواکو ویلي چې د سټاروبیلسک په ښارګوټي کې په دغه برید کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي. روسي چارواکو اوکراین تورن کړی چې په قصدي ډول یې یو ملکي ځای په نښه کړی.
Your browser doesn’t support HTML5
د اوکراین پر ښارونو د روسیې بریدونه
د ازادې اروپاـ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین تېره اوونۍ په یوه وینا کې یو غیرمعمولي سخت دریځ خپل کړ او کیف یې په "ترهګرۍ" تورن کړ.
اوکرایني پوځي چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو د روسیې د ډرون یوې پوځي قطعې پر قوماندانۍ برید کړی او دا تور یې رد کړی چې ګواکې ملکي تاسیسات یې په نښه کړي دي.
د مې په ۲۴مه، کیف او د اوکراین نور ښارونه د ډرونونو او توغندیو له یوې پراخې حملې سره مخ شول. دا په وروستیو کلونو کې د اوکراین پر پلازمېنې تر ټولو سخت بریدونه وو. لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
روسیې همداراز د اوریشنیک په نوم یو نوی اټومي وړتیا لرونکی توغندی د کیف جنوب ته پر یوه ښار وویشت. داسې ښکاریده چې دا اوکراین ته یو خبرداری و. دا درېیم ځل و چې روسیه په اورېشنیک توغندي سره اوکراین په نښه کوي او لومړی ځل و چې کیف ته نږدې سیمه باندې لګیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرمارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې سرګې لاوروف خبرداری ورکړی چې مسکو پلان لري په کیف کې پر پوځي مرکزونو او "اړوندو تصمیم نیونکو مرکزونو" "منظم او پرله پسې بریدونه" وکړي.
هغه روبیو ته دا مشوره هم ورکړه چې امریکایي اتباع او ډیپلوماتان باید له کیف څخه وایستل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې جلا اعلامیه کې ویلي چې بهرنیو سفارتونو ته یې د کیف پر وړاندې د احتمالي نویو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی او ډیپلوماتیکو استازولیو او نړیوالو سازمانونو ته یې خبر ورکړی چې "ژر تر ژره له ښاره ووځي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه لنډ بیان کې د دواړو وزیرانو ترمنځ د ټیلفوني خبرو پخلۍ کړی او یواځې دومره یې ویلي دي چې دواړو لورو په اوکراین کې د روسې د جګړې، دوه اړخیزو اړیکو او د ایران د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
خو روبیو هغو خبریالانو ته چې له ده سره یې هند ته په سفرکې ملګرتیا کوله، د لاوروف د سپارښتنې او ګواښ موضوع تایید کړه او ویې ویل: " زه فکرکوم چې هغه یوازې ماته شخصاً زنګ وهلی و څو ما ته دا خبرداری راکړي."
روبیو زیاته کړه: "کیف له څو کلونو راهیسې پریوه ډېر خطرناک ځای بدل شوی. وګورئ، د دغو ټولو جګړو خطر دا دی چې کله دوام پیدا کړي او اوږدې شي، تل د پراخېدو او یوې نوې مرحلې ته د داخلېدو ګواښ ورسره وي."
هغه زیاته کړه: "همدا دلیل دی چې دا جګړه باید پای ته ورسېږي."
په دې اړه نور:
پرکییف د روسیې پراخ بریدونهد اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د روسیې خبرداری وغانده او هغه یې "شرموونکې باج اخیستنه" وبلله چې په وینا یې هدف یې په کیف کې د مېشتو بهرنیو ډیپلوماتانو او نړیوالو سازمانونو وېرول دي.
د اروپايي ټولنې لپاره د اوکراین سفیرې کاترینا ماتیرنووا په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه پوسټ کې وویل:
"روسیه وېره غواړي. ګډوډي غواړي. د اوکراین انزوا غواړي. خو دا به کار ورنکړي."
بهرنیو ډیپلوماتانو هم د دې خبرداري پر وړاندې غبرګون وښود.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت وویل چې روسیه باید "سمدستي خپل ناعادلانه او ناقانونه یرغل پای ته ورسوي."
مارکو روبیو هم تایید کړه چې د امریکا په منځګړیتوب د مسکو او کیف ترمنځ د سولې خبرې درېدلې دي.
په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې پراخ یرغل پنځم کال ته داخل شوی، جګړه نژدې له یوه دریدلې حالت سره مخ شوې ځکه ده چې اوکرایني ځواکونو د ۱۱۰۰ کیلومتره اوږدې جبهې په ډېرو برخو کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې، اوکرایني ځواکونو د جګړې د لومړۍ کرښې په ځینو برخو کې محدود پرمختګونه هم کړي او روسي ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړي دي.