نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات پر غونډۍ او شاوخوا دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.
پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.
حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا چهارشنبې د لوی اختر لومړی ورځ ده.
سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څه باندې یو نیم میلیون مسلمانان د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.