د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د وروستیو پیښو او سیلابونو په نتیجه کې ۱۱ کسه مړه او ګن نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پیښو سره د مبارزې اداره وايي دغه کسان پنجشیر، بغلان ، تخار او پکتیا ولایتونو کې د ورښتونو ، سیلابونو او تلندې او بریښنا له کبله مړه او ۱۵ نورتپيان شوي دي.
دیادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه مرګ ژوبله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې رامینځ ته شوې او برسیره پردې ۱۰۷ کورونه په بشپړه توګه او ۱۴۰ کورونه په جزئي توګه ویجاړ شوي او ۲۷۸ جریبه کرنیزه ځمکه هم له مینځه تللې ده .
نوموړی زیاتوي چې په مجموع کې په دغو ولایتونو کې ۲۴۱ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان یو له هغو لسو هیوادونو څخه دی چې داقلیمي بدلون څخه ترټولو زیات اغیزمن شوي دي چې نتایج یې کله ناکله خلکوته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
د رسمي شمیرو په اساس، د وري له شپږمې را هیسې څه دپاسه ۳۶۰ تنه د طبیعي پیښو له امله افغانستان کې مړه شوي دي.