ملګرو ملتونو افغان فوټبالره خالده پوپل دنړۍ د فوټبال د ۱۶ وتلیو څیرو په لیست کې شامله کړه.
ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په تبعید کې د افغان ښځو د فوټبال د ټیم دغه غړې او د فوټبال نور ۱۵ لوبغاړي او روزونکي د "اهدافو لپاره د فوټبال" ترعنوان لاندې لیست کې شامل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي دغه کسان دثبات، جنسیتي برابري، شمولیت او بشري حقوقو لپاره د غیررسمي سفیرانو رول لوبوي.
دغه لیست د مې په ۲۵ مه د فوټبال د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان شو.
خالده پوپل دافغانستان دښځینه فوټبال د پیژندل شویو لوبغاړو څخه ده چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم یې تاسیس کړی دی.
خو واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ښځې له ګڼو ورزشونو او فوټبال څخه منع شوي دي.
خو له ګڼو هلوځلو وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا)، د ۲۰۲۵ کال می میاشت کې ومنله چې افغان ښځې په تبعید کې خپل ټیم جوړ او په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.