په کارونو کې د نوبت رعایت څومره مهمه دی؟

د پاسپورټ ریاست مخته د خلکو ګڼه ګوڼه

په عمومي ځایونو کې د نوبت نه رعایت؛ په افغانستان کې یوه ورځنۍ او پراخه ټولنیزه ستونزه ده.

د کابل ښار د شاه شهید سیمې اوسېدونکي ۴۵ کلن مومن خان وايي، کله چې خلک ساعتونه په کتار کې انتظار وي او بیا څوک له وار پرته مخکې شي، دا کار د نورو احساسات زیانمنوي او ولاړو خلکو په ځانګړي ډول ښځو او د پاخه عمر لرونکو کسانو ته بې احترامي کېږي:

هر چېرې چې وګورې چې خلک زیات وي، مثلا ادارو شا ته ګڼه ګوڼه وي، ګورې چې یو کس راشي مخکې شي وايي زه کار او بېړه لرم، روغتونونو کې هم همداسې د یوې مور غېږ کې ماشوم وي چۍ شدید ناروغ وي خو نوبت مراعاتوي، بل کس راشي وړاندې کېږي، ډاکتر ته وايي چې زما ناروغ عاجل دی، په داسې حال کې چې د ټولو خلکو ناروغان چې روغتون ته ځي عاجل وي، خلک دا فرهنګ نه مراعتوي.
د کابل یو اوسیدونکی

دی وایي دا ستونزه یوازې د دولتي ادارو تر دروازو محدوده نه ده، بلکې په روغتونونو، بانکونو، نانوایانو، ښاري موټرو، بازارونو او ان د مرستو د وېش پر مهال هم لیدل کېږي.

د اروزګان ولایت اوسېدونکی شفیع الله وایي، د همدې بې نوبتیو او بې نظمې له امله، څو ورځې په کتار کې له درېدو سره هم نه دی توانېدلی چې خپله تنخوا له بانک واخلي:

«هېڅ څوک نوبت نه مراعتوي، زما دا درې څلور ورځې کېږي چې کابل بانک ته مې معاش حواله شوی دی د همدې بې نوبتۍ او بې نظمۍ له امله معاش نه شم ترلاسه کولای، هېڅوک د بل نوبت نه مراعتوي، هر یو مخکې کېږي، غوښتنه مې له خلکو ده چې نوبت او اصول مراعات کړي.»

دی زیاتوي چې د نوبت نه مراعتولو له امله ډېری وخت خلک عصبي او ترمنځ یې شخړې هم رامنځته کېږي.
د کابل ښار د ۱۲ ناحیې اوسېدونکي یاسین هم ازادي راډیو ته وویل:

«د کابل په هر ځای، که هغه دوکان دی، که سړک دی ستونزو سره مخ یو، د نوبت نه مراعتولو ټولو ته یوه سرګرداني پېښه کړې ده، سړکونو کې موټر یو بل ته د تېرېدو نوبت نه ورکوي، هر یو یې هڅه کوي د یوې سوارلۍ لپاره د سړک منځ کې ودرېږي، دا ستونزه بیخي یو ډول دود ګرځېدلې، خلک ان د نوبت مراعتولو فرهنګ نه مراعتوي.»

د ټولنیزو چارو ځینې پوهان په دې باور دي چې د نوبت نه مراعتول د بې نظمۍ یوه کوچنۍ ستونزه نه ده، بلکې د دوی په خبره د ټولنیز نظم او مدني فرهنګ له کمزورۍ سره تړاو لري او په ټولنه کې د بې عدالتیو د عامېدو لامل کېږي.
له دې ډلې د ټولنیزو چارو پوه شېردل پاڅون ازادي راډیو ته وویل:

«که څوک نوبت نه مراعتوي، څو ستونزې رامنځته کوي، بې نظمي رامنځته کوي او چې کله بې نظمي رامنځته شوه، د شخړې سبب کېږي او چې کله شخړه وشي هغه نو بیا د ټولنې محبوبیت ختم او هغه که هره اداره او ځای وي هلته د قانون پلي کېدل کمزوري څرګندوي، دا د هر چا مسولیت دی چې خلکو ته د نوبت مراعتولو ذهنیت ورکړي، او بل ټولنه کې هر ځای کې ښه خبره او ښه رفتار وکړو او اصول یې مراعت کړو دا د هغې ټولنې مهم او اساسی رکن دی.»

ښاغلی پاڅون وایي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه، د ادارو منظم سیستم او د قانون عملي کېدل کولی شي دا ستونزه راکمه کړي.

یوه ښځه د خپلو اسنادو د پروسس په وخت

د نوموړي په خبره، د نوبت مراعتول د یوې منظمې او بااحترامه ټولنې مهم اصل ګڼل کېږي؛ هغه اصل چې په خبره یې د خلکو همکاري، پوهاوی، مدنیت، قانون ته درنښت او ورته د ارزښت ورکولو څرګندونه کوي.

د یادونه ده، که څه هم په وروستیو کلونو کې ځینو ادارو د برېښنايي نوبت سیستمونه فعال کړي، خو لا هم ډېری خلک شکایت کوي چې عملي تطبیق یې کمزوری دی او ګڼو دولتي او نادولتي ادارو کې له دې امله ګډوډۍ موجودې دي.