د امریکا ولسمشر وايي له ایران سره هوکړې ته بېړه نه لري او سمندري محاصره به دوام کوي

د امریکا ولسمشر د یوې بیانیې پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران سمندري محاصره به تر هغه دوام وکړي تر څو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه نهایي او لاسلیک نشي.

د هغه په خبره واشنګټن دې موافقې ته د رسیدو لپاره بیړه نه لري.

هغه په خپل ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې له ایران سره د یوې موافقې د پرمختګ په اړه لیکلي:

خبرې اترې په منظم او رغنده ډول پرمخ ځي، او ما خپلو استازو ته خبر ورکړی چې یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره بیړه ونه کړي، ځکه چې وخت زموږ په ګټه تاویږي. محاصره به په بشپړ ځواک او اغیزمن ډول تر هغه وخته پورې دوام وکړي تر څو چې موافقه ترلاسه او لاسلیک شوې نه وي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلي ټرمپ بیا ټینګار کړی چې ایران نشي کولی اټومي وسلې یا بمونه تولید یا ترلاسه کړي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ ویلي چې هغه او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تلیفون له لارې موافقه وکړه چې له ایران سره هر ډول وروستۍ هوکړه باید د تهران لخوا رامینځته شوی اټومي ګواښ له منځه یوسي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې ایران له ۴۰۰ کیلوګرامو څخه ډیر غني شوي یورانیم لري چې تر ۶۰ سلنې پورې بډایه شوي، کوم چې احتمال لري د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې په بمباریو کې د ځمکې لاندې تاسیساتو کې ښخ شوي وي.

متحده ایالاتو او اسراییلو په ګډه د فبروري په ۲۸مه پر ایران پراخ بریدونه پیل کړل، او ایران یې په ځواب کې د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونه په نښه او د هرمز تنګي یې بند کړ.

دا جګړه تر څلوېښتو ورځو وروسته په یوه اوربند ودرېده.

په پاکستان کې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو له یوې دورې وروسته چې پایله یې ورنکړه، ډونالډ ټرمپ د ایران د سمندري محاصرې امر وکړ.

د شنبې په ماښام، هغه اعلان وکړ چې د منځني ختیځ د څو هېوادونو له مشرانو سره یې د ایران او د سولې تړون پورې اړوند ټولو مسلو په اړه خبرې کړې او دا چې د ایران «له اسلامي جمهوریت» سره یوه موافقه "ډېره نږدې" ده چې نهایي شي.

د تسنیم خبري اژانس، چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو ته نږدې ده، د یکشنبې په ورځ، اعلان وکړ چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د "ممکنه تفاهم متن" کې د ۶۰ ورځني اوربند د غځولو مسله "نشته".

د اکسیوس ویب پاڼې بیا د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات او ایران د ۶۰ ورځنۍ هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي هغه هوکړه چې که نهايي شي، کولی شي اوربند وغځوي، د هرمز تنګی پرانیزي، د تیلو په نړیوال بازار فشار کم کړي، او د اټومي خبرو اترو نوي پړاو ته لاره هواره کړي.