د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه

د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.

چارواکو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۴ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا اویا نورو د ټپي کیدو خبره کړې ده.

د رویترز د راپور له مخې درې پوځې او ملکي چارواکو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط وویل، دغه بم چاودنه نن یکشنبې په هغه ریلګاډي کې شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي پکې سپاره وو. د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لیبریشن آرمي یا بي ایل اې په یوه بیان کې د دغه برید مسولیت منلی او هغه یې یوځانمرګی برید بللی دی.

د پاکستان د ریلګاډو وزارت په یوه بیان کې وویل، چاودنه په کویټه کې د هغه د مسافروړونکي ریلګاډي پټلۍ ته نژدې شوې چې د کویټې د کانټونمنټ له سیمې څخه یې مسافر لیږدول. دغه ریلګاډی وروسته د جعفرایکسپرس په نوم له اوږده واټن ریلګاډي سره نښلیده. په بیان کې دغه راز ویل شوي چې چاودنې د ریلګاډي انجن او درې واګونونه له پټلۍ اړولي او دوه واګونونه یې چپه کړي دي. یوه امنیتي چارواکي ویلي چې پرچاودیدونکو توکو ډک موټر د ریلګاډي له یوه واګن سره د هستوګنې په یوه سیمه کې ټکړ کړی و او زیاته یې کړې یې ده چې په وژل شویو کې د سیمې اوسیدونکي هم شامل دي.