د کابل د تایمنیو پروژې څلورم سړک کې، ښځو او ماشومانو ته یو نوی خصوصي پارک جوړ شوی.
د "عمري" په نوم دا پارک تازه جوړ شوی، چې نجونې، ښځې او ماشومان ورځې او خپلې څو شیبې په کې په خوشحالۍ سره تیروي.
لس کلنه مریم چې دې پارک ته ورغلی خوښ کړی یې دی وايي، د ماشومانو د لوبو ښه وسایل لري:
ټالونه لري، دموټرو جنګولو برخه لري، ګیم زون لري، یعنی هغه ځای چې ماشومان هلته ګیم ووهي، لویان هم کولای شي هغو ټالونو کې کیني، چې تاوېږي او کرار پاس ځي.لس کلنه مریم کابل کې تازه جوړ شوي پارک ته تللې
د سیمې یو اوسېدونکې ذکیه بیا وايي، پارک ښه دی خو د ورتګ او دننه د لوبو د وسایلو تکټوته یې ګران دي، چې په خبره یې د هر چا وس ورته نه کېږي.
دې وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل:
«شین ځای دی، ښه ځای دی، خو دوه درې مشکله لري، یو مشکل یې دا دی چې ټکټ یې قیمته دی، په دیرش روپۍ دی، ماشومانو نه هم دېرش روپۍ اخلي، لویانو نه هم دیرش روپۍ اخلي، د افغانستان ډیری خلک بیکاره دي، اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، که د یوې کورني پنخه کسان ورته ولاړ شي، یو نیم سل افغانۍ شوې، دا ډېر قیمته تمامېږي، نو دا ټکټونه یې که لږ ارزانه شي او دا خوراکي توکي او د لوبو سامانونو تکټونه، ځکه دومره ډیر وخت هم نه ورکوي، د شلو دقیقو لپاره پنځوس افغانۍ اخلي.»
د یادونې ده چې دې پارک تیر کوچني اخترسره هم مهاله خپل فعالیت پیل کړ خو بیا ظاهراً د پارک مخې ته د ځړول شوي اطلاعایې له مخې د ودانیزو چارو له امله وتړل شو چې اوس بیا فعاله شوی دی.
د دې پارک د ښځو د برخې مسووله شکیبا احمدي وايي، دا پارک د یو ملي سوداګر له خوا جوړ شوی او کارکوونکي یې ټولې ښځې دي.
دې وړاندې د قیمتونو د لوړوالي د شکایتونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
«ځني خایونه او کپي مو ورته جوړې کړي چې په وړیا ډول یې په واک کې ورکوو، تاسې باور وکړئ، د فرش، توشکو او بالښوتو په بدل کې یوه افغانۍ هم له چا نه اخلو، رستورانتونه مو دا چې نجونو پورې اړه لري هغوی خپله پانګونه کړې په هغې کې مونږ کومه خبره نه لرو، خو هغه د لوبو سامانونه چې مونږ پورې اړه لري هو، مونږ دېرش افغانۍ له یو ګیم اخلو چې نجونې کیني هلته او ورنه استفاده کوي، خو ځني نور وسایل شته چې هغې نه وړیا استفاده هم کولای شي، مشرتابه په دې هڅه کې دی چې د دروازې د ټکټ بیه لږ نوره هم کمه کړي، په ځانګړي ډول ماشومانو ته که کمه شي یا که وړیا شي خو لا ښه.»
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او ښځینه حمامونو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز ولګوو.
ان په کابل کې د ښځو یوازینی بڼ یا باغ زنانه هم تړل شوی او یو شمیر هغه پارکونو ته چې د ښځو ورځې په کې ځانګړې وې هم د دوی تګ منع شوی دی.
په ولایتونو کې هم دا بندیز عملی شوی دی، ازادي راډیو په دې اړه چې ایا دا بندیز اوس لرې شوی او ښځي او نجونې کولای شي تفریحي پارکونو ته ولاړې شي که نه، د کابل ښاروالې ویاند رحمت الله بارکزی وپوښت خو هغه د راپور تر خپرېدو دا پوښتنه ځواب نه کړه.
مخکې په کابل او ولایتونو کې یو شمیر افغانانو ازادي راډیو ته ویلي وو، کومې ښځې او نجونې چې ترانسپورتي امکانات لري خپلو کورنیو سره تفریحي سیمو ته ځي خو په پوښلي ډول یا د حجاب په مراعتولو سره.