د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو لسمې کلیزې یو ځل بیا د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکو ته پام اړولی دی.
د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ کال د می په ۲۱مه له ایرانه پاکستان ته د سفر پر مهال د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د طالبانو پخوانی رهبر ملا اختر محمد منصر
د یو شمېر شنونکو په باور، دا پېښه د ایران او طالبانو د اړیکو د ماهیت او کچې په اړه د بحث بیا رابرسېره کولو یو له مهمو ټکو څخه ده.
یو شمېر سیاسي شنونکي وايي چې له ۲۰۰۵ کال وروسته، په سویلي افغانستان کې د طالبانو د نفوذ د پراختیا له امله، ایران خپله پالیسي بدله او له دې ډلې سره یې محدودې اړیکې او همکارۍ پیل کړې.
په ایران او پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات او سیاسي شنونکی محمد عمر داودزی وايي، د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو تر شا یو اصلي لامل متحده ایالاتو سره ګډه دښمني ده، نه په خبره یې ایډیالوژیکي یا مذهبي ورته والی.
ده د جمعې په ورځ «د جوزا په لومړۍ نیټه» ازادي راډیو ته وویل:"
دا تګ راتګ هغه مهال برملا شو چې مولوي اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ کال په می میاشت کې له څو میاشتني سفر ورسته له ایرانه راګرځېده او د پاکستان کوټې ته پر لاره و او ویل کېدل چې د پاکستان په همکارۍ د امریکایي ډرون ( بې پیلوټه الوتکې) په وسیله ووژل شومحمد عمر داوودزی
ښاغلی داوودزی زیاتوي: «له هغه وروسته هم دا اړیکه موجوده وه او لا ټینګه شوه، البته چې ایرانیان د خپلو ګټو تابع دي، ایرانیانو ته نه د شیعه نه د فارسي ژبې مسله مهمه ده، مهمه ورته دا ده چې پوځیان یې واک کې پاتې شي، حکومت یې دوام وکړي او د خپل دښمن پر وړاندې هره وسیله وکاروي.»
بلوچستان کې ډرون برید چې احتمالاً اخترمحمد منصور پکې په نښه شوی و
د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي هم وايي چې په افغانستان کې د امریکا له حضور وروسته، ایران طالبان د امریکا ضد ځواک په توګه وګڼل او پخواني جمهوري نظام سره د رسمي اړیکو سربیره یې له طالبانو سره هم خپلې اړیکې وساتلې.
ده ازادي راډیو ته وویل چې د تېر جمهوري نظام له سقوط او واک ته د طالبانو له بیا خأي رسېدو وروسته، ایران دا ډله په افغانستان کې د واکمن ځواک په توګه ومنله او هڅه یې وکړه چې له دوی سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
نوموړی دا هم وايي، چې د سرحدونو امنیت، د افغانستان له خاورې د ګواښونو مخنیوی او د سوداګرۍ پراخول د تهران او طالبانو ترمنځ د نږدېوالي تر ټولو مهم لاملونه بلل کیږي.
«د جمهوري نظام پر مهال دواړو هېوادونو ښې اړیکې درلودې، خو د ایران استخباراتي ډلو طالبانو سره اړیکې درلودې ځکه چې د امریکا خلاف وو، او ایران هم تر هغه ځای چې مو لیدلي ملا اختر منصور چې د طالبانو یو مشر او هغه مهال یې امیر المومنین و، له ایرانه د بېرته ستنېدو پر مهال د پاکستان په خاوره بلوچستان کې د امریکایانو لخوا تر برید لاندې ونیول شو، وروسته له هغه چې جمهوري نظام سقوط شو، ایران هم دې پایلې ته ورسېده چې ټول واک طالبانو سره دی، د مقاومت ځواکونه ته یې چې د طالبانو خلاف و ډېر کمه موده، په ایران کې ځای ورکړ.»
ښاغلي فرهادي زیاته کړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ یوه برخه ایران ته ولېږدول شوه، او دې مسلې د تهران لپاره اقتصادي اهمیت وموند، خو په خبره یې، د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو راتلونکی به تر ډیره حده د ایران په داخلي پرمختګونو او د سیمه ییزو کړکیچونو حالت پورې اړه ولري.
بلخوا د سیاسي چارو بل پوه سمیع یوسفزی وايي، که څه هم په ۱۹۹۸ کال کې په مزار شریف ښار کې د طالبانو په برید کې د ایراني ډیپلوماتانو له وژل کیدو وروسته د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې، خو دی په دې باور دی چې د ایران او طالبانو ترمنځ په مقطعه يي ډول نېږدې والی امریکا سره د دوی د ګډې دښمنۍ له امله دی.
«د دې لپاره چې طالبان د امریکا خلاف وو، دا هم د ایران او طالبانو د نږدې والي یو ټکی و، خو زه فکر نه کوم چې ایران دې په پراخه او منسجمه توګه له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د مقاومت پر مهال په ټولیزه توګه د طالبانو ملاتړ کړی وي، البته په ځینو مواردو کې د افغانستان سرحدونو ته نږدې هغه ځایونو کې چې طالبانو واک درلود او هلته جمهوري نظام کمزوری و، هماغو ملي اړتیاوو او استخباراتي او امنیتي غوښتنو ته په پام د طالبانو ځینو مشرانو سره په اړیکه کې وو.»
ایران دا مهال په سیمه کې یو له هغو څو هیوادونو دی چې د طالبانو له حکومت سره یې ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي، دغه هیواد په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته وسپاره، او د دواړو خواوو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې په دوامداره توګه دوام لري.
د سیاسي اړیکو سربیره، د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ هم پراخې شوې دي او ایران د افغانستان له په یوې مهمې سوداګریزې لارې بدل شوی دی.
افغانستان ته د ایران د تیلو، خوراکي توکو او او ایراني توکو صادراتو زیاتېدل، او له چابهار بندره د افغانستان استفاده، د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ یوه برخه ګڼل کیږي.
خو له دې ټولو سره سره، د تهران او طالبانو ترمنځ د هلمند سیند د حق ابې په سر تاوتریخوالی، په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت، او ځینو سرحدي مسایلو په ګډون اختلافات پر خپل ځای دي.
دا اړیکې داسې مهال دوام لري چې ایران په وروستیو میاشتو کې د ایران، اسراییلو او متحده ایالاتو ترمنځ د تاوتریخوالي او بریدونو له زیاتېدو سره مخ دی.