دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر والکر تورک وايي افغان پناه غوښتونکي داسې یوه هیواد ته ستنول کیږي چې هلته له جدي خطر سره مخ دي.
هغه د جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې وویل چې له کوربه هیوادونو څخه دافغان پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر د بشري حق او دپناه اخیستو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼل کیږي.
هغه وايي : "افغان ښځې، نارینه او کوچنیان له هغو هیوادونو ستنول کیږې چې دوی هلته د پناه اخیستو په لټه کې وو او اړ کیږې چې د جدي خطر په ګاللو له خپلې خوښې پرته افغانستان ته ستانه شي. "
سره لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د ټولو افغانانو حقوق تامین شوي خو د ملګرو ملتونو د تیرکال رپوټونو وویل چې ځینې هغه افغانان چې افغانستان ته ستنول شوي،د چارواکو له خپلسرو نیونو ، شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
دپناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو دسترې کمشنرۍ شمیرې ښيي چې سږ میلادي کال شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.