د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې یو ځل بیا د شدیدو سېلابونو او ورښتونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د بغلان ولایت اوسېدونکی خان الله وایي شدیدو ورښتونو او سېلابونو یې په سیمه کې لسګونه کورونه ویجاړه کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې یو شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دی چې د بغلان مرکزي ولسوالۍ اړوند یو کلنیک کې کار کوي، د جمعې په ورځ «د جوزا په لومړۍ نېټه» یې ازادي راډیو ته وویل:
تېره شپه له نهرین لوري بغلان مرکزي خوا ته سېلابونه راغلل چې ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي، څو مړي هم شوي چې تېره شپه یې روغتون ته راوړي وو، ښځې او او ماشومان وو، کرنیزې ځمکې یې هم ډېرې وړي دي، دلته د کوټستارې په نوم یو ځای دی چې زښته زیات تخریب شوی دی.د بغلان اوسیدونکی خان الله
دی وایي چې د بغلان د بُرکې، مرکزي بغلان او نهرین اوسېدونکي چې وار دمخه د تېر ۲۰۲۴ کال راهیسې دوامدارو سېلابونو ترې کورونه او سرپناوې اخیستي او په خیمو کې اوسېږي، اوس له بد بشري وضعیت سره مخ او بېړنیو مرستو ته اړ دي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس هم د بغلان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په حواله راپور ورکړی چې د پنجشنبې په شپه د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د دې ولایت په څو ولسوالیو کې ۱۱ تنه مړه شوي او له ۲۰۰ زیات کورونه ویجاړ او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.
بلخوا د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي محب الله هم ازادي راډیو ته وویل چې په کلي کې یې د شدیدو ورښتونو او طوفانونو له امله په یو کور کې درې کس مړه او یو سخت ټپي شوی دی.
ده وړاندې ازادي راډیو ته زیاته کړه:
«دغې اونۍ کې تېرې درې ورځې پرلپسې طوفانونه وو، د اچین ولسوالۍ په عبدلخېلو سیمه کې د طوفان له وجې د حاجي سفرګل د کور دېوال راولوېد چې بیا دا دېوال یې پر کوټو ورغی، د کوټو چت پرېوتو سره یې یو زوی، نږور او یو لمسی په شهادت ورسېدل او یو لمسی یې زخمي دی، بل دلته دې طوفانونو زموږ اچین او سپین غر ولسوالیو کې تر سلو ډېرې ونۍ هم غورځولې دي.»
د بدخشان ولایت د څو بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو هم د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له تېرې یوې شپې ورځې راهیسې مرګونو سېلابونو یې کرنیزې ځمکې وړي، کورونه یې تخریب او د ولسوالیو تر منځ یې مواصلاتې لارې هم تړلي دي.
د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمصور وویل:
«له بده مرغه د ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله د خاش ولسوالۍ خلکو ته ډېر مالي زیانونه وواښتل، ده پاره، ده نو او بقلوق او شهرام کلیو کې لسګونه کورونه، سلګونه کرنیزې ځمکې او باغونه تخریب شوي او ګڼ څاروي هم تلف شوي، موږ له دولت او خیریه موسسو د جدي پام، سړکونو خلاصولو او له دې پېښو زیانګالو سره د مرستې غوښتونکي یو.»
بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو کلتور رییس ذبیح الله امیري ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د دې ولایت په بېلابیلو ولسوالیو تر ۱۰۰ زیات کورونه د سېلابونو له امله تخریب، دوه کسان مړه او دوه لادرکه شوي دي:
«بدخشان کې هم سېلابونو زیانونه اړولي، د خلکو کرنیزو ځمکو، کانالونو او سړکونو ته یې ویجاړۍ پېښې کړي چې خاش، وردوج، شهر بزرګ، جرم او زیباک ولسوالیو کې دي، فعلا د بدخشان د پېښو ریاست ټیمونه له ځینو مرستندویه موسسو سره په همکارۍ سیمو ته لېږل شوي، او د زیانونو اړوند یې سروې ګانې پیل کړي دي.»
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي چې ښځې او ماشومان د افغانستان په طبیعي پېښو کې تر ټولو ډېر زیانګالي دي.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکس پاڼه خپور کړي پیغام کې ویلي چې طبیعي پېښې پر ټولو خلکو یو شان اغېز نه کوي بلکې په ټکو یې، د نارینه وو په نسبت په دې پېښو کې د مړینې لوړه کچه د ښځو وي.
دې ادارې زیاته کړې چې له ۷۰ سلنې تر ۸۰ سلنې هغه کسان چې بیړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لري، ښځې دي او په ټکو یې، ۷۵ سلنه کسان چې د طبیعي پېښو له امله له خپلو مېنو بې ځایه کېږي، ښځې او ماشومان دي.
دغه شان دا یې هم ویلي، چې امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې د سېلاب پر مهال او ورسته له هغې له زیاتو روغتیايي خطرونو سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې ښځو او ماشومانو ته باید د مرستې په هڅو کې لومړیتوب ورکړل شي او د دې زیانګالو ډلو سره باید په بشري پروګرامو کې روغتیاپالنه او رواني پاملرنه هم شامله شي.
د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپیژنې ادارې نن جمعه هم د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، سېلابونو او طوفانونو خبرداری ورکړی و.
بلخوا د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس هم د جمعې په ورځ په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د شدیدو سېلابونو او بارانونو له امله د سالنګونو لویې لارې تړل شوې دي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پر یادې لارې له سفره ډډه وکړي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د روان اقلمي بدلون د پراخو پایلو له امله د افغانستان ګڼ ولایتونه له تېرو کابو دوو کلونو راهیسې په دوامداره توګه د مرګونو زلزلو، سېلابونو، شدیدو ورښتونو، طوفانونو او ګڼو نورو طبیعي پېښو له امله شدیداً زیانمن دی چې سلګونو کسانو ته یې مرګ، ژوبله هم اړولې، له خپلو مېنو یې بې ځایه کړي او بد بشري وضعیت سره مخ دي.