د متحدوایالاتو بهرنیو چارو وزیر د ناټو غونډې کې ګډون لپاره سویډن ته ورسید

د متحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدوایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ناټو غونډه کې ګډون لپاره سویډن ته ورسید.

دا غونډه په داسې حال کې دایریږي چې اروپا کې دامریکايي ځواکونو دشمیر دکمولو له اعلان وروسته متحدین غواړي د واشنګټن د بدلیدونکې تګلارې په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

روبیو نن د سویډن په هېلسینګبورګ کې په دې غونډه کې چې د جولای په میاشت کې په انقره کې د ناټو د مشرانو له غونډې مخکې د لوړې کچې وروستۍ غونډو څخه یوه ګڼل کېږي،ګډون کوي.

دامریکا بهرنیو چارو وزارت وايي مارکو روبیو به پر متحدینو د دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره فشار راوړي او د شمالي قطب سیمې پر امنیت به تمرکز وکړي.

خو دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د ناټو د غړو ترمینځ ژورې اندېښنې لیدل کیږي. اروپايي چارواکي د پنټاګون له یولړ ناڅاپي اقداماتو وروسته غواړي پوه شي چې واشنګټن په اروپا کې خپل پوځي حضور تر کومه حده راکموي.

د روانې میاشتې په پیل کې، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان وکړ چې له جرمني څخه به ۵۰۰۰ امریکايي سرتېري وباسي. وروسته دفاع وزارت پینټاګون هم تایید کړه چې پولنډ ته د شاوخوا ۴۰۰۰ سرتېرو د دوراني استولو پلان یې لغوه کړی او جرمني کې د ټوماهاک ځمکنيو کروز توغندیو د یوې قطعې د ځای پر ځای کولو پلان یې هم ځنډولی دی.

خو ولسمشر ټرمپ د ناټو دغونډې په درشل کې اعلان وکړ چې پولنډ ته ۵ زره نور سرتیري استوي او د پولند ولسمشر ددغه خبر هرکلی وکړ.