بغلان او بدخشان کې د تیرې شپې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

ارشیف

بغلان او بدخشان ولایتونو کې دتیرې شپې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

بغلان ولایت کې د طالبانو د حکومت لخوا د طبیعي پیښو په وړاندې دمبارزې رئیس هدایت الله بدري طلوع نیوز ته ویلي چې ددغو سیلابونو له کبله بغلان کې لږترلږه لس تنه مړه شوي دي.

هغه زیاتوي چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی بدري زیاتوي چې دغه سیلابونو د بورکې، مرکزي بغلان، ډنډ غوري ، دهنه غوري ، خنجان او تاله وبرفک ولسوالیو کې له سلو زیات کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې.

بلخوا د دبدخشان چارواکي وايي چې هلته هم دتیرې شپې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي او د ځینو ولسوالیو ترمینځ لارې یې پرې کړي دي.

د بدخشان چارواکي وايي د ابتدايي شمیرو له مخې ۳۰ کورونه بشپړ تخریب شوي او خلکو د کوکچې له سیند څخه دیو نارینه او یو ماشوم مړي را ویستلي دي.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې نن جمعه هم د ورښت او سیلابونو اټکل شوی دی.

بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، پنجشیر،پروان، کاپیسا،لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او میدان وردک کې د توندو بارانونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.

د ورښتونو کچه له ۱۰ تر۳۵ ملي میترو او دبادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر۹۰ کیلومترو اټکل شوی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې د هوا وضعیت او رسمي خبرداریو ته پاملرنه وکړي.