د متحدو ایالاتو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن په هرمز تنګي کې له بېړیو څخه د مالیې اخیستو ملاتړ نه کوي او د ایران د لوړې کچې غني شویو یورانیمو زېرمې به ترلاسه کړي.
دونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمې په اړه وویل: «موږ به دا ترلاسه کړو. موږ ورته اړتیا نه لرو، موږ یې نه غواړو. ښايي وروسته له دې چې ترلاسه یې کړو، له منځه یې یوسو، خو موږ به اجازه ور نه کړو چې هغوی یې ولري.»
ایران د تېر کال له ۱۲ ورځني جګړې مخکې له ۴۰۰ کیلوګرامو څخه ډېر ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم لرل، چې واشنګټن وایي دایران په اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته ترخاورو لاندې ښخ شوي دي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم د سپوږمکۍ د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې ښايي دا زېرمې لا هم تر خاورو لاندې پاتې وي.
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واشنګټن به اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسله ولري. هغه وویل: «موږ یا دا یقیني کوو چې هغوی اټومي وسله ونه لري، یا به اړ شو چې ډېر سخت اقدام وکړو. او زه باور لرم چې کله دا موضوع زموږ د هېواد خلکو ته وړاندې شي، ټول به موافق وي چې ایران ته باید د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړل شي.»
دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې رویټرز د «دوو لوړپوړو ایراني سرچینو» له قوله، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، راپور ورکړ چې دایران مشر مجتبی خامنه ای امر کړی چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمې دې له هېواده بهر ونه لېږدول شي.
د رویټرز د راپور له مخې، یوې ایراني سرچینې ویلي: «د اسلامي جمهوریت د رهبر امر او د نظام دننه اجماع دا ده چې د غني شویو یورانیمو زېرمې باید له هېواده ونه ایستل شي.»
سرچینو ویلي چې د ایران لوړپوړي چارواکي باور لري چې بهر ته د دې موادو لېږد به ایران د امریکا او اسرائیلو د احتمالي راتلونکو بریدونو پر وړاندې لا زیانمن کړي.
څو ساعته وروسته، ځینو رسنیو لکه فاکس نیوز او الجزیرې د دغه رپوټ داعتبار په هکله پوښتني وکړي. ایران تر اوسه په رسمي ډول د رویټرز د راپور په اړه څه نه دي ویلي.