د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د توند باران ، سیلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی

ارشیف

د جمعې په ورځ د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د توند باران ، سیلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.

بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، پنجشیر،پروان، کاپیسا،لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او میدان وردک کې د توندو بارانونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.

د ورښتونو کچه له ۱۰ تر۳۵ ملي میترو او دبادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر۹۰ کیلومترو اټکل شوی.

افغانستان کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې د هوا وضعیت او رسمي خبرداریو ته پاملرنه وکړي.

بلخوا له پیښو سره دمبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دتوندو بارانونو ،چټکو بادونو ، تلندې او برښنا له کبله ۶ کسه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه اداره وايي یادې پیښې په کندهار، غور، هرات او تخار کې شوي دي.