یوشمیر ​​اوسیدونکي د طالبانو له لوري په عام محضرکې د خلکو وهلو ټکولو د زیاتوالي خبره کوي؛ د بشري حقونو فعالین اندیښمن دي

د افغانستان له بېلابیلو ولایتونو څخه د طالبانو د ځواکونو لخوا له عامو خلکو سره د تاوتریخوالي ډک چلند او د وهلو ډبولو راپورونه ورکول کیږي. د یوشمیر عیني شاهدانو په خبره، ځینې وختونه ملکي وګړي او ان لارویان هم پرته له کوم دلیله ځورول کیږي.

دوی غوښتل چې د دکانونو څپرې لرې کړي، څوک یې چې له څنګه تېرېدل هغوی یې هم وهل، زه چې ستړی وم او له پوهنتونه راغلی وم، څو درې یې ووهلم

په کابل کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي یو محصل چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته د غږ بدلېدو په شرط د یوې پیښې یادونه وکړه چې څو ورځې وړاندې دی ورسره مخ شوی و. "طالبان د چهار قلعه وزیر اباد سیمې ته راغلي وو، دوی غوښتل چې د دکانونو څپرې لرې کړي، څوک یې چې له څنګه تېرېدل هغوی یې هم وهل، زه چې ستړی وم او له پوهنتونه راغلی وم، څو درې یې ووهلم، چې ولې له دې ځایه تېرېږي لکه له سیمې تېرېدل هم چې جرم وي، په دې ټولنه کې چې موږ ژوند کوو، واقعاً د خلکو غږ غلی شوی دی او ټول په اندېښمن حالت کې دي."

بلخوا د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې د ورور پر لاسونو د درو د نښو ویډیو یې ازادي راډیو ته راستولې، هم ادعا کوي چې هغه څو ورځې وړاندې د طالبانو لخوا وهل شوی دی: “ورور مې کور خوا ته را روان و، څو درې یې وهلی و، وضعیت ډېر خراب دی، افغانستان کې د دوی تر ظلم لاندې ژوند کول ډېر ستونزمن دي، وایي چا چې ویډیو اخیسته، څو کسانو هغوی یې هم ولچک کړل، موټر ته یې پورته کړل او له ځان سره یې یوړل، ورور مې دوی له هېڅ جرم او ګناه پرته دې وضعیت ته رسولی و.”

د هرات ولایت یو ه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي هم د یوې ورته پیښې کیسه کوي او وایي: "موږ میلې ته تللي وو، تقریبا اته یا نهه کسان وو، چې هلته ولاړو یو چېرې ناست وو چې امر بالمعروف راغلل او ویل یې چې تاسو ولې دلته ناست یئ؟ پورته شئ او له دې ځایه ولاړ شئ، ولاړو او لږ پورته کېناستو،چې بیا راغلل ویل یې ولې دلته ناست یئ؟ له دې ځای پورته شئ، بیا مو حرکت وکړ ښار لوري ته راغلو، ښار ته نږدې یوه څنډه کې دښته کې ناست وو چې دوی خپلو های لکسو موټرو سره راغلل ویل یې چې ولې دلته ناست یئ هلۍ پورته شئ، ما ویل ښه پورته کېږو، نور یې موټر ته ورپورته شوو، ورور مې ویل چې خیر دی خیر دی، اوس ځو."

په دې وروستیو اونیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي چې یو شمیر کسان په ځینو سیمو کې د صحرایي محاکمو، وهلو او عامه مجازاتو په ترسره کولو لاس پورې کوي. ازادي راډیو نشي کولای د دغو ویډیګانو کره والی په خپلواکه توګه تایید کړي. په دې ویډیوګانو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او عیني شاهدان ادعا کوي چې دا د طالبانو کسان دي. دې انځورونو او ویډیوګانو پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ونه وایه.

طالبانو مخکې ورته پیښې رد کړې دي، خو په ځینو مواردو کې په کابل کې د یو ځوان د وهلو په ګډون چې یوه ویډیو یې په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو خپره شوې وه، په کابل کې د طالبانو حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران تایید کړې وه چې دا ځوان طالبانو پورې اړوند ځواکونو لخوا وهل شوی او مجرم کس نیول شوی دی.

په ورته وخت کې، د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان وايي چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون له تصویبېدو راهیسې تر اوسه د خلکو د ځورونې، د دوی په شخصي ژوند کې د لاسوهنې او په عمومي ډول د امر بالمعروف محتسبینو او طالبانو لخوا خپل سرې نیونې ډېرې شوې دي.

په لومړي ګام کې، وهل ټکول په بشپړه توګه د بشري حقونو معیارونو سره په ټکر کې دي، دا د انساني وقار سرغړونه ده

د دې سازمان مشرې شهرزاد اکبر د پنجشنبې په ورځ، «د ثور په ۲۱مه» ازادي راډیو ته وویل چې دا وضعیت د ویرې د رامنځته کېدو لامل کېږي او خلک په ویره کې ژوند کوي او احساس کوي چې واکمن چارواکي غواړي د دوی د شخصي ژوند په ټولو اړخونو نفوذ او کنټرول ولري. "ډیری وختونه، پرته له دې چې د وضعیت په اړه کافي معلومات ولري، په لومړي ګام کې، وهل ټکول په بشپړه توګه د بشري حقونو معیارونو سره په ټکر کې دي، دا د انساني وقار سرغړونه ده، انسانانو ته زیان رسوي، دا په عدلي او قضایي نظام کې هیڅ ځای نه لري، او دوهم، هغه شیوه چې طالبان خلکو ته پرې په اصطلاح سزا ورکوي، د څېړنو، پرته له دې چې څوک د ځان د دفاع فرصت ولري او دغه شان پرته له دې چې دا روښانه شي چې جرم څه دی، دې واقعاً په افغانستان کې د قانون، عدالت او انصاف مفهوم تر پوښتنې لاندې راوستی دی."

اغلې اکبر زیاته کړه چې د دې مسلې پایلې یوه غمجنه، ویرېدلې او داسې ټولنه رامینځته کوي چې تاوتریخوالی او وهل ټکول په کې عادي شوي وي، هغه څه چې په خبره یې راتلونکي یې ښه نه ده.

څو ورځې وړاندې، "د بشري حقونو د فعالانو ټولنې" هم د طالبانو ځواکونو ته منسوب د ځینو کسانو لخوا د وهلو ټکولو د ځینو ویډیوګانو خپرولو ته اشاره کړې وه ویلي یې وو، چې د دې وضعیت دوام د ټولنیزو ناورینونو د ژورېدو او په راتلونکي کې د بې ثباتۍ د زیاتېدو لامل کېدای شي.