ولې یوشمیر کسانو ته وخت مهم ندی او په ټاکلې وعده نه حاضریږي

که څه هم د ډېرو لیدنو، کتنو او کارونو وخت له مخکې ټاکل کېږي او کافي فرصت هم ورته موجود وي، خو بیا هم یو شمیر کسان ملاقاتونو او کارځایونو ته ناوخته حاضرېږي. ویل کیږي چې دا د ډیرو کسانو په عادت او د ښاري ژوند یوه عامه ستونزې ګرځېدلی ده. د دې ترڅنګ په ښاري سیمو کې ګڼه ګوڼه او ځینې نورې ستونزه هم شته. د کابل اوسېدونکي حارث ازادي راډیو ته وویل، په ښار کې د موټرو ګڼه‌ګوڼه دیره ده او سړکونه هم خراب دي نو ځکه ډیری خلک د ناوخته رسېدو له ستونزې سره مخ دي: "مثلاً که د خیرخانې له کوتل څخه ښار ته حرکت وکړو، باید په دېرش یا څلوېښت دقیقو کې ورسېږو، خو د لارې بندېدو، چک‌پواینټونو او سړکونو د خرابوالي له امله کله ناکله یو، یو نیم او ان دوه ساعته وخت نیسي. ځینې سړکونه کيندل شوي خو بېرته ترمیم شوي نه دي. دغه شان کله چې باران او سېلاب راشي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي."

خو یو شمیر خلک بیا وايي چې دا کار یوازې د بهرنیو لاملونه له امله نه دی؛ بلکې د یو شمیر خلکو په عادت بدل شوی، دغه شان دوی نه شی کولای چې خپلې چارې، وخت او وعدې سمې مدیریت کړي.

په بلخ ولایت کې یوه سوداګره میرمن فریده وايي: "مثلاً پرون موږ یوه پروګرام ته تللي وو، له بده مرغه ښځې پر وخت نه وې راغلې. له دې امله هغه سیمینار چې باید یو، یا یو نیم ساعت یې دوام کړی وای، ډېر اوږد شو او دوه نیم یا درې ساعته وخت یې ونیوو. له دې سره وخت ضایع شو او موږ له خپلو نورو کارونو هم پاتې شو."

دا ستونزه زموږ په ورځني ژوند کې یو دود ګرځېدلې. مثلاً کله چې له ناروغانو سره د لیدنې وخت د غرمې ۱۲ بجې وټاکو، هغوی یوه یا دوه بجې راځي

د غاښونو ډاکټر ولید جمال‌زاده هم وایي په افغاني ټولنه کې وخت نه مراعتول په یوه ورځني عادت بدل شوی او دا د خلکو پر کار او ژوند منفي اغېز لري: "دا ستونزه زموږ په ورځني ژوند کې یو دود ګرځېدلې. مثلاً کله چې له ناروغانو سره د لیدنې وخت د غرمې ۱۲ بجې وټاکو، هغوی یوه یا دوه بجې راځي. کله چې پوښتنه ترې وشي، وایي لاره بنده وه، کار پیدا شو یا بله ستونزه وه. نو په هغه وخت کې چې باید راشي، نه راځي."

په دې برخه کې بله ستونزه دا ده چې یو شمېر افغانان د لیدنو، کتنو وخت هم دقیق او په ساعتونو او دقیقو نه ټاکي، بلکې عمومي خبره کوي چې ډیره موده په ځان کې رانغاړي؛ لکه: سهار وختي، د غرمې شاوخوا، ماسپښین، د ماسپښین له لمانځه مخکې، یا د جمعې تر لمانځه وروسته.

د ټولنیزو او ځوانانو چارو پوه جلیل احمد پوپلزی وایي، وخت پېژندنه د نظم او درناوي نښه ده، خو د وخت نه مراعتول د خلکو ترمنځ بې‌باوري پیدا کوي. دی زیاتوي چې ټول خلک باید د وخت ارزښت ته ډېر پام وکړي: "په ډېرو مواردو کې وخت نه مراعتېږي او خلک له ټاکلي پرته ملاقات ته حاضرېږي، یا ناوخته راځي. زما په اند، اصلي لامل یې ټولنیز عادتونه، بې‌نظمي او د وخت ارزښت ته پام نه مول دي، چې له بده مرغه په افغانستان کې ډېر لیدل کېږي."

نو پایله دا چې ملاقاتونو او کارځایونو ته ناوخته رسېدل، یوازې تر فردي عادتونو محددود نه دي، بلکې بهرني عوامل لکه د تګ راتګ ستونزې، د وخت درک او تنظیم، او د وخت پېژندنې ټولنیزې طریقې هم پکې رول لري.

وخت پېژندونکي په دې نظر دي، چې وخت سره زر دي او که څوک یوه ساعت هم ضایع کوي د ژوند په ارزښت نه پوهېږي.