د طالبانو د حکومت د حج اواوقافو وزارت سعودي عربستان ته د ټولو حاجیانو د انتقال د بهیر د بشپړولو خبرورکوي.
دې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې له افغانستانه ټول حاجیان د آریانا افغان او کام آیر هوايي شرکتونو په وسیله په څه کم یونیم سل الوتنوکې مدینې منورې او جدې ته ولیږدول شول. د خبرپاڼې له مخې په لومړي پړاو کې مدینې منورې ته ۱۴۹۸۴ او په دوهم پړاو کې ۱۵۰۱۶ تنه جدې ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره سږکال ټولټال دیرش زره حاجیان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره ټول انتقال شوي حاجیان د دوی د هستوګنې لپاره په ځانګړیو معیاري او عصري ځایونو کې ځای پرځای شوې دي.