ټرمپ: د ایران ځواب ته څو ورځې نور صبرکوم خو ځوابونه یې باید "سلو په سلو کې سم"وي

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، دی چمتو دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن وروستي وړاندیز ته د ایران د ځواب لپاره “څو ورځې” انتظار وباسي، خو خبرداری یې ورکړ چې که تهران “سم ځوابونه” ور نه کړي، وضعیت ښايي ډېر ژر خراب شي.

نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ساحلي ګارډ اکاډمۍ د محصلینوفراغت غونډې ته له وینا وروسته خبریالانوته وکړې او ویې ویل، که د ایران ځواب سم نه وي، نو شخړې به ډیرژر زیاتې شي او زیاته یې کړه: "موږ د مخکې تګ لپاره چمتو یو. موږ باید سل په سلو کې سم او ښه ځوابونه ترلاسه کړو."

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۲۰مه وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیرمحسن نقوي بېرته تهران ته ستون شوی ترڅو د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د پیغامونو د تبادلې لپاره اسانتیا رامنځه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ګواښ کړی چې که امریکا پر ایران بریدونه بیا پیل کړي، نو "سیمه ‌ییزه جګړه" به "له سیمې هاخوا" وغځوي.