د هلمند ولایت په خانشین ولسوالي کې د ناچاودېدلې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او مور یې ټپي شوې ده.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، ماشومانو له پخوانیو جګړو پاتې د توپ مرمۍ موندلې او کور ته یې وړې وه، چې وروسته په اور کې وچاودېده.
د معلوماتو له مخې، وژل شوي ماشومان ۳ او ۱۰ کلن وو، او مور یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له جدي ګواښ سره مخامخ دی، چې ماشومان یې تر ټولو ډېر قربانیان بلل کېږي.