د هند د مهاراشترا ایالت یو اوسیدونکی TTP او طالبانو سره دهمکارۍ په تور په حبس محکوم شو

د هند بیرغ

د همراز ورشید شیخ په نامه د هند د مهاراشترا ایالت یو اوسیدونکی دهند د تحقیقاتو دملي ادارې (NIA) دځانګړې محکمې لخوا د تحریک طالبان پاکستان او طالبانو له تندلارو ډلو سره د ارتباط په تور په ۷ کال حبس ، بیګار او نقدي جریمه محکوم شو.

دهند دملي تحقیقاتو ادارې د چارشنبې په ورځ وویل چې همراز شیخ د زیانګالو ځوانانو د جلب او جذب چې ۲۰۲۳ کال کې یې پیل کړی وو په تور کې مجرم وپیژندل شو.

دغې دوسیې کې د محمد عارف په نوم یو بل کس هم شامل دی چې د محاکمې بهیر یې روان دی.

ویل کیږي چې همراز شیخ له ۲۰۱۹ کال تر ۲۰۲۲ کال پورې سعودي عربستان کې وو او هلته د تندلارو ډلو ترتاثیر لاندې راغلی دی او هند ته په ستنیدو سره یې محمد عارف سره په ګډه د ټولنیزو شبکو له لارې د ځوانانو د جذبولو فعالیت کاوه .

اعلامیه زیاتوي چې دغو دوکسانو افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان سره دیوځای کیدو او دهند په وړاندې جګړې لپاره یوه تروریستي ډله تاسیس کړې وه.

دهند دتحقیقاتو ملي ادارې څو اونۍ مخکې هم د لشکر طیبه ، داعش او انصارغزوت الهند تندلارو ډلو سره د ارتباط په تور د څوکسانو دنیولو خبر ورکړی وو.