چین ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو مشرانو د مسکو او پیکینګ ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پرمختګ ستاینه وکړه.
پوتین چې د سې شنبې په ورځ پیکینګ ته رسیدلی، نن هم خپلو لیدنو کتنو ته دوام ورکوي.
د چین د دولتي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، د چین ولسمشر شي جینپینګ له پوتین سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې دوام "د هېڅ لوري په ګټه نه دی" او د "هر اړخیز اوربند" غوښتنه یې وکړه.
پوتین هم په دې لیدنه کې ادعا وکړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې "د نړیوال ثبات په ساتلو کې مرسته کوي" او ټینګار یې وکړ چې روسیه، سره له دې چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه شته، لا هم د انرژۍ یوه باوري عرضه کوونکې پاتې شوې ده.
کریملین ویلي چې له دې سفرڅخه "ډیرې تمې" کوي. په دې سفرکې د رسمي خبرو ترڅنګ، د اسنادو د لاسلیک مراسم، رسمي مېلمستیاوې او غیررسمي لیدنې شاملې دي او دواړه مشران به هم د مهمو نړیوالو مسئلو په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د ولسمشر چین ته سفر داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې لږ وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دغه هېواد ته سفر کړی و.