د روسیې پر نفتو د امریکا د بندیزونو معافیت د یوې بلې میاشتې لپاره تمدید شو.
د امریکا د خزانې وزیر د دوشنبې په ورځ، د غويي ۲۸مه، اعلان وکړ چې واشنګټن د روسیې هغه نفت چې په ټانکرونو کې بار او په سمندر کې دي، د ۳۰ نورو ورځو لپاره د امریکا له بندیزونو معاف کړل.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې تهران او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې موافقې ته نه دي رسېدلي، او په ټوله نړۍ کې د سون توکو بیې لا هم لوړېږي.
دا دوهم ځل دی چې پر ایران د امریکا او اسرائیل له ګډ برید وروسته، د روسیې د نفتو د خرڅلاو معافیت تمدیدیږي.
لومړی ځل، د هرمز تنګي د تړل کېدو او د نړۍ په بازارونو کې د نفتو د بیو د لوړېدو له دوام سره، د امریکا حکومت د وري ۲۸مه هم هغه معافیت وغځاوه چې مخکې یې د روسیې د نفتو په خرڅلاو لګولی و.
د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بېسېنټ، د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دا معافیت یو ځل بیا «تر ټولو زیانمنو هېوادونو سره مرسته ده څو د روسیې هغو نفتو ته لاسرسی پیدا کړي چې بیړیو کې بار په سمندر کې دي. »
د ایران د جګړې له پیل راهیسې، د نړۍ د نفتو بیې او ورسره د امریکا په شمول په ډېرو هېوادونوکې د سون توکو بیې لوړې شوې دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اوس مهال په امریکا کې د پټرولو بیه د جګړې د پیل د ورځې په پرتله ۵۰ سلنه لوړه ده.