د قرغیزستان ولسمشر وايي چې که دغه هیواد د امنیت شورا غړی انتخاب شي نو دافغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
صدرجباروف د یکشنبې په ورځ خپل پیغام کې چې د قرغیزستان د رسنیو له لورې خپور شو وویل چې د منځنۍ اسیا امنیت دافغانستان ثبات پورې تړلی دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د قرغیزستان د ولسمشر ددغو څرګندونو هرکلی کړی دی.
مرستیال ویاند حمدالله فطرت طلوع نیوز ته ویلي چې دوی دافغانستان په تړاو د قرغیزستان د ولسمشر "رغنده نظر" تاییدوي او په ټکو یې "دا واقعیت باید نور هیوادونه هم درک کړي چې افغانستان دسیمې په ثبات کې مهم رول لري."
د امنیت شورا نوي غیردایم غړي هیوادونه د راتلونکې جون میاشتې پیل کې ټاکل کیږي.
د ډله ایز امنیت سازمان CSTO په وار وار له افغانستانه منځنۍ اسیا او د سیمې نورو هیوادونو ته د ترهه ګرۍ او د مخدرو موادو د قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړې.